1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر نړۍ باندي مالي بازارونه حکومت کوي

۱۳۹۰ مرداد ۱۸, سه‌شنبه

په امريکا، اروپا او آسيا کي سياسي مشران لاس تر زني ناست دي او په رڼو سترګو ويني چي څنګه ناپيژندل سوي مالي بازارونه د اسهامو بازار خولې ته په ملياردو پيسي اچوي او د راتلونکي مالي او اقتصادي سياست برخه ليک ټاکي.

https://p.dw.com/p/12DGh
تر يونان، پرتګال او هسپانيې وروسته اوس ايتاليا هم له مالي کړکېچ سره مخامخ ده.
تر يونان، پرتګال او هسپانيې وروسته اوس ايتاليا هم له مالي کړکېچ سره مخامخ ده.انځور: picture alliance/ANP

د نړۍ د سياست لوبغاړي نور بارک اوباما، انګيلاميرکل يا نيکولای سارکوزي نه دي، بلکي د هغه چوپړان دي.

درې اونۍ مخکي دغه مشرانو د يورو د کړکيچ په سر مشريزه کي ظاهراً ښکلي پريکړي وکړې چي «دا به کوي يا دا» خو اوس هغوی يوازي په خپلو تشو او بې معني بيانونو سره د خير او خيرت ډاډ ورکوي. خو تش بيانونه نور اغيزمن نه دي.

مالي بازارونه، پاڼګوال او د مالي صندوقونو منيجران ټول په اوسني وخت کي له يو ناخوال وضعيت سره مخامخ دي. که څه هم په تيرو دوو اونيو کي په اقتصادي او مالي ارقامو کي کوم بدلون نه دی راغلی، خو د اسهامو په بازارونو کي د هغو سهمونو چي لا تراوسه د ارزښت وړ دي خرڅلاو روان دی.

د ستندرد اند پورس په نامه د پورونو د ارزوني يوې مؤسسي چي ورته په اقصتادي اصطلاح ريتنګ آژانس ويل کيږي، د امريکا متحده ايالاتو د پور اخيستني د اعتبار درجه راټيټه کړه.

په دې سره هغه څه په اثبات ورسيدل چي مالي بازارانو لا مخکي د هغه ادعا کوله. حتي د نړۍ تر ټولو ځواکمن، بارک اوباما هم د امريکايي نړيوال مالي بازار«والستريت» په وړاندي کمزوری دی.

معني دا چي متحده ايالات چي هر نور کريديت يا پور اخلي، ډير ګران ورته تماميږي. دا وضعيت د يوه اقتصادي رکود ګواښ ورکوي. دا رکود نړۍ ته ناخوال عواقب لري.

که چيري په ټوله نړۍ کي بيا رکود رامنح ته سي، دا وار هيڅ دولت دومره پيسي نه لري چي هغه په خپلو ځانګړو پروګرامونو سره مات کړي. د يورو د حوزې مهم دولتونه نور نه سي کولای چي نوي پورونه وکړي. د مالي بازارونو د قدرت په پام کي نيولو سره اوس هر يو په ويره او انديښنه کي دی.

تر يونان، پرتګال او هسپانيې وروسته اوس ايتاليا هم له مالي کړکېچ سره مخامخ ده. که چيري د ايتاليا د دولت مالي اعتبار ختم سي، نو د يورو حوزه هم نه سي کولای چي هغه وژغوري او د پورونو ضمانت يي وکړي. حتي له مالي لحاظه پياوړی هيواد آلمان هم هغه نه سي ژغورلای.

که چيري د آلماان او فرانسې مشران اوس خپله پيسه يورو و نه ژغوري، نو ډير وخت به و نه نيسي، چي د پورونو د ارزوني مؤسسه يا ريتنګ اجنسي د فرانسي يا بريتانيا او يا حتي د آلمان د پور اخيستلو د اعتبار درجه را کښته کړي.

ځکه په فرانسه کي وضعيت د امريکا تر متحده ايالاتو ډير توپير نه لري. د آلمان د دولتي پورونو پيټی هم وار په وار درنيږي. دا چي اروپايي اتحاديه به وکړای سي چي د 7 صنعتي هيوادونو ډله يا G8 ډله او يا د صنعتي کيدو په درشل کي هيوادونو په دې بيړۍ کي له ځان سره سپاره کړي، ډير زيات ګمان نه کيږي.

وخت پر تيريدو دی، بايد په رښتينو اقدماتو لاس پوري سي. که نه نو مالي بازارونه به واکمني او د ريتنګ آژانسونه به حکومت کوي.

بيرند/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل