1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر نیوکو سربیره د اعدام سزا پلي شوه

۱۳۹۱ مرداد ۱۸, چهارشنبه

د بشري حقونو د سازمانونو اعتراضونو ګټه و نه کړه. د چهار شنبې په شپه د امریکا د تکساس په ایالت کې ۵۴ کلن ماروین ویلسن، چې له رواني لحاظه معیوب هم وو د زهرجنې پیچکارۍ پواسطه اعدام کړای شو.

https://p.dw.com/p/15lbi
انځور: BilderBox

د ویلسن مدافع وکیل په وروستۍ شیبه کې د هغه له پاره د بخښنې عرض وړاندې کړ خو په واشنګتن کې سترې محکمې دغه عرض ته غوږ و نه نیو. هغه څه چې د دغه سړي اعدام نور هم تر پوښتنې او نیوکو لاندې راوړي، د هغه رواني معیوبیت دﺉ.

د امریکا د سترې محکمې د پریکړې له مخې د هغو کسانو اعدامول منع شوي دي چې له رواني لحاظه معیوب وي. خو دا چې یو مجرم څرنګه او څه وخت د رواني معیوب په توګه تشخیصیږي، په هغه ایالت پورې اړه لري چې محکمه پکښې روانه وي.

د بشري حقونو سازمانونه له ډیر پخوا څخه د تکساس د ایالت پر حکومت تور لګوي چې د ستر محکمې دغه پریکړه ئې په قصدي ډول تر پښو لاندې کړې ده. تکساس د امریکا هغه ایالت دئ چې پکښې تر ټولو زیات اعدامونه کیږي.

په دې هکله چې ماروین ویلسن له رواني لحاظه معیوب وو هیڅوک هم شک نه لري. هغه په ۵۴ کلنۍ کې هم د ماشوم په شان خپل غټه ګوته رودله. هغه هیڅکله لیکل او لوستل زده نه کړل او تر پایه ئې و نه شو کړای چی خپل ژوند پخپله سمبال کړي. ډیرو ډاکترانو ویلسن معاینه کړی وو او د هغه د پوهې کچه ئې ۶۱ درجې تشخیص کړی وه چې دا په یوه انسان کې د ناپوهي ډیره ټیټه کچه ده.

د مریلند د پوهنتون د حقوقو د پوهنځي د استاد لي کورسکي، د تشخیص له مخې دغه افریقایي-امریکایي له رواني لحاظه معیوب وو. دغه پروفیسور څو کاله هڅه وکړه چې ویلسن له اعدام څخه وژغوري خو هغه په دې کار و نه توانید.

پروفیسور کورسکي نه یوازې د تکساس پر ایالت باندې نیوکه کوي بلکي په دې اړه سترې محکمې ته هم گوته نیسي چې د ایالتونو محکمو ته ئې دا اختیار ورکړی دئ چې د بندیانو د رواني حالت په اړه پریکړه وکړي.

د متحده ایالاتو د اعدامونو له مرکز څخه ریچارد دیتر، وایي چې د امریکا کابو ټولو ایالتونو د اعدام د سزا له پاره د پوهې د کچې یا په علمي اصطلاح «IQ» وروستی سرحد ۷۵ ټاکلی دئ. یعنی که چیرې د یوه مجرم د پوهې کچه له دې څخه ټیته وي، هغه رواني معیوب بلل کیږي:

«دوی له علمي لحاظه دغه تعریف مني او هغه د اعدامونو د تطبیق په برخه کې په پام کې نیسي. له دې سره د ډیرو اعدامونو مخه نیول شوې ده. یوازې تکساس داعلمي تعریف نه مني.»

د تکساس ایالت د «IQ» وروستی سرحد ۷۰ ګني. سربیره پر دې په قتل باندې د یوه مجرم په هکله ځانګړي حکومتي تشخیص کوي. په همدې وجه د ماروین ویلسن په برخه کې هغه له دې چلند څخه کار واخیستل شو. پر هغه باندې تور لګیدلی دئ چې د نشه يي توکو د یوه دلال په توګه د کار بار په ترڅ کې ئې د پولیسو یو ۲۱ کلن مخبر وژلی دئ. څارنوالي ادعا کوي چې هغه د نشه يي توکو په کار او بار کې د پیسو په ارزښت پوهیده نو له دې امله هغه ته له رواني لحاظه معیوب نه شي ویلای کیدای.

په روان میلادي کال کې دا اووم کس دئ چې په تکساس کې اعدامیږي. اووه تنه نور د اعدام په فهرست کي دي چې ښایي د کال تر پایه پورې اعدام شي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش