1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر هيروشيما باندي 63 کاله د مخه په دغه ورځ اټم بم استعمال سو

۱۳۸۷ مرداد ۱۶, چهارشنبه

د نړيوالي جګړې په پای کي د امريکا لخوا پر جاپان باندي په لومړی څل اټومي بم استعمال سو چي په اوله ورځ يې 155000 ووژل

https://p.dw.com/p/ErJf
د جاپان د هيروشيما ښار د اټومي بم تر استعمال وروسته
د جاپان د هيروشيما ښار د اټومي بم تر استعمال وروستهانځور: dpa

63 کاله دمخه په دغه ورځ يعني د 1945 میلادي کال د اګست دمیاشتي پر 6 نيټه دجاپان په وخت دسهار اته بجې او45 دقیقې وې چي دجاپان دهيروشیما پر ښار باندي د امریکا دمتحده ايالاتو دهغه وخت د ولس مشرHarry S. Truman په امر سره په اول وار په يوه جګړه کي د انسانانو پر ضد اټومي بم استعمال سو،د دوهمي نړيوالي جګړې په پای کي ددغه اټومي بم دچاودني په اثر سمدلاسه 155000 انسانان ووژل سول اوبيا دڅو راتلونکو اونيو په ترڅ کي 000110 نورو انسانانو د راډيواکتيف د وړانګو په اثر خپل ژوند د لاسه ورکړی، او تر نن ورځي پوري هم انسانان دجاپان دهیروشيما او ناګاساکي په ښارونو کي دهغه اټومي بمونو له امله خپل ژوند د لاسه ورکوي.

نن سهار وختي د هيروشيما ښاريان د قربانيانو د يادګار څلي ته ورغلي
نن سهار وختي د هيروشيما ښاريان د قربانيانو د يادګار څلي ته ورغليانځور: AP

نن دجاپان دهيروشيما په ښار کي ددغي ويرجني پيښي څخه په خاصو مراسمو سره يادونه سوې . سهار وختي دجاپان په وخت پر اتو بجو او 45 د قيقو ددغه هيواد لمړي وزيرYsuo FKuda او 45 زره نوروکسانو چي سره راټول سوي وه، ديوې دقيقي دپاره چوپه خوله پاته او بيا دهیروشيما دښار ښاروال Tadatosh Akiba په يوه وينا کي وويل چي:« موږ هيله کو چي دروان ميلادي کال دنومبر په مياشت کي کوم ولسمشر چي د امریکاپه متحده ايالاتوکي ټاکل کیږي، د ډیرکيو دې غوښتني ته غوږ ونيسي چي غواړي اټومي سلاو ي بیخي له منځه ولاړي سي.

هر کال ددغه مراسمو پر وخت جاپانیان دهغه اتوهيوادونو استازو ته بلنه ورکوي چي دهيروشيما ښار ته راسي، چي اټومي سلاو ي لري. خو تر اوسه د امریکا متحده ايالاتو، فرانسې، لويي بريتانيې او شمالي کوريا، خپل ډيپلوماتان په دغه مراسمو کي دګډون دپاره هیروشيما ته ندي استولي. سږ کال د لمړي ځل لپاره د چين دولسي جمهوریت يوه ډيپلومات په دې مراسموکي ګډون درلودی.

د هيروشيما د ښار ننۍ انځور
د هيروشيما د ښار ننۍ انځورانځور: AP

ددغې ويرجنې پيښې مراسم 45 دقیقې دوام درلود

که څه هم چي سږ کال دتيروکلونو په پرتله دغه ښار ته ډير شمیرسیاستمداران او نو ر خلګ راغلي او سره راټول سوي ول. خو لکه څنګه چي ښکاري دعامه افکارو په ذهنونوکي د اټومي بم دخطرونو ترخې خاطرې ورځ تر بلي خپل رنګ له لاسه ورکوي.

دهيروشيما په ښار کي د اټومي بم دقربانيانو شمیر تراوسه پوري 310000 انسانانوته رسيدلی دی چي ددغه ټولو قربانيانو نومونه ديادګار دڅلي پر ډبروباندي ليکل سوي دي. او په انټرنيټ کي سړی ددغي ويرجني پيښي د هغه زمانې ږغونه هم اوريدلای سي.

د هغه سهنې يو عيني شايد چي تر اوسه پوري ژوندی دی وايي:« دا لکه یوه تالنده چي وسي، يوه رڼا ښکاره سوه، خو بيا يو ناڅاپه چپه چوپتيا وه. ما داسي فکرکاوچي لکه يو ليري ځای چي ډيره سخته او هيبت ناکه چاودنه وسوه.خوکله چي ما دپيښي وخواته وکتل يو، نو دوړي وې چي د آسمان خواته پورته کيدې. هري خواته مړي پراته و. نيک مرغه هغه کسان و چي سمدستي ددوی سا ختلې وه. وروسته ځینو ډيرو کسانو دمرګ ترکندي پوري ډپر عذابونه ليدلی دی او ځيني زما په شان ددغي فاجعې څخه حتي ژوندي راوتلي دي».