1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ولسمشرۍ ماڼۍ او د امریکا پر سفارت د بریدونو پلان خنثی شو

۱۳۹۰ اسفند ۴, پنجشنبه

د افغانستان د امنیت ریاست د پنج شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د ولسمشرۍ پر ماڼۍ او په کابل کې د امریکا پر سفارت د بریدونو پلان خنثی کړی دئ. د دغو بریدونو د پلانولو په تور یو ښوونکی او دوه محصلین نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/148vg
انځور: AP

د افغانستان د ملي امنیت ویاند لطف الله مشعل، وویل چې نیول شوو کسانو د پاکستان په قبایلي سیمو کې زده کړې کړې وي او افغانستان ته استول شوي ول. مشعل زیاته کړه چې دغو کسانو غوښتل چې د ولسمشرۍ پر ماڼۍ د امریکا پر سفارت او د آریانا پر هوټل ځانمرگي بریدونه تر سره کړي.

په کابل کې د آریانا د هوټل امنیتي تدابیر ډیر ټینگ دي. په دغه هوټل کې د امریکا د استخباراتي شبکې غړي ژوند کوي. امریکايي چارواکو ویلي دي چې د آریانا هوټل اوس د هغوی د تأسیساتو په یوه برخه بدل شوی دئ. دغو چارواکو په دې اړه د نورو جزئیاتو له ورکولو څخه ډډه کړې ده. د آریانا هوټل د ولسمشرۍ ماڼۍ او په کابل کې د امریکا سفارت ته نزدي پروت دئ.

د مشعل په خبره درې واړه نیول شوې کسان افغانان دي او په شمالي وزیرستان کې ئې د حقاني د ډلې د یوه قوماندان له خوا زده کړې تر لاسه کړي دي. د حقاني ډله القاعدي پورې تړلې ده چې په افغانستان کې د یو شمیر بریدونو په تر سره کولو تورنه ده.

مشعل وویل چې دغه کسان دوه اونۍ مخکې له هغه وروسته د افغان امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي چې غوښتل ئې خپلو ټاکل شوو هدفونو ته نزدې یو کور په کرایه ونیسي. هغه زیاته کړه چې د دغو دوو اونیو په ترڅ کې له نیول شوو کسانو څخه پلټنې ترسره شوي دي.

د مشعل په خبره د نیول شوو کسانو په ډله کې دوه تنه ئې د کاپل او پکتیکا د پوهنتونونو د انجینري او زراعت د پوهنځیو محصلین ول. مشعل وویل چې دریم کس د لوگر په ولایت کې په یوه تحصیلي نهاد کې ښوونکی وو.

تیر کال هم د افغانستان د ملي امنیت ادارې د ولسمشر کرزي د ترور د پلان جوړولو په تور د پوهنتون د یوه ښوونکي او یو شمیر محصلیونو د نیولو خبر ورکړی وو.

مسعود جهش (د آلمان خبري آژانس)
کتونکی: عبدالباري حکیم