1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ټاکنو د مهاجرت اغیزه او د رسنیو ناسم پوښښ

۱۳۹۶ فروردین ۲۴, پنجشنبه

په برلین کې یوه نوې انترنيتي پاڼه د مهاجرو په اړه د سیاستوالو ژمني ارزوي. د مهاجرو موضوع په اروپا کي په ټاکنو کې په یوه مرکزي موضوع بدله شوې ده. خو ډیر وخت رسنۍ دا موضوع په ښه توګه تر پوښښ لاندې نه راولي.

https://p.dw.com/p/2bB9w
Mittelmeer - Flüchtlinge – Boot
انځور: Getty Images/AFP/A. Messinis

سږ کال په اروپا کې ډیر مهم انتخابات کیږي. خو رسنۍ د مهاجرو موضوع چې په اروپايي کي د انتخاباتو تر ټولو ډېره د بحث وړ موضوع ده، داسي تر پوښښ لاندي راولي چې په دې اړه بحث نه یوازې زیانموي، بلکي د عوامپالو د غیر عملي او پاروونکو ژمنو له لارې د خلکو غولول اسانه کوي.

همدې خبرې په برلین کې میشتې لیواکلې او څیړونکې کریستینا لي او مریم اسید، دې ته وهڅول چې د «کډوال رای اچوونکي» په نوم یوه انترنتي پاڼه جوړه کړي. د دې انترنتي پاڼې هدف د «کډوالي په اړه د ټاکنیزو ژمنو اسنانه کول یا د فهم وړ کول» دي.

دا سخت کار نه دی چې د بریکزیت، دونالد ترمپ، ګیرت ویلدرز، ماري له پین او د آلمان له پاره بدیل ګوند تر منځ یوه ګډه رشته په نخښه شي. دا ټولې پدیدې له مهاجرو څخه ویره او د هغوی د مخنوي له پاره د افراطي او نمایشي ژمنې یو له بلې سره تړي. خو لي وایي چې دغه ژمنې ډیر وخت ماتیږي خو رسنۍ په دې کې پاته راغلي دي چې د شویو ژمنو په اړه دغه خبره په ګوته کړي.

لي وایي: «یو کس لنډه موده د یوه ظالمانه کار پر ترسره کولو سربیره هم په تیښته بریالی کیدای شي. ډیر هیوادونه دا کار کوي. خو په پای کې بیا دا هرڅه قانوني غبرګونونه لري. هغه سیاستوال چې د ډیرو کارونو د ترسره کولو ژمنه یې کړې ده، بیا وروسته په محکمو کې بسیا کیږي. دا هغه څه نه دي چې خلک ورته رایې ورکوي.»

ولسمشر ترمپ په وروستیو وختونو کې دغه شان یو حالت تجربه کړ. کله چې هغه د خپلو انتخاباتي ژمنو پر اساس امریکا متحدو ایالاتو ته د اووه اکثریت مسلمان میشته هیوادونو د وګړو پر راتګ باندې بندیز ولګاوه، نو محکمې د هغه د فرمان مخه ونیوله. لي وایي: «موږ ولیدل چې د دې کار د ترسره کولو کومه قانوني لار موجوده نه وه. دا له دې کبله نه ده چې هغه کم عقله دی او غیر قانوني لار یې انتخاب کړې وه. هغه کولای شوای چې دغه فرمان په شل نورو ډولو هم صادر کړي، خو یو به یې هم عملي شوی نه وای دا د اساسي قانون او د کډوالو د قوانینو له کبله. دا به په هیڅ صورت هم ممکنه نه وای.»

لي له دویچه ویله سره په خبرو کې روښانه کړه چې آن هغه کسان چې غواړي خپلو هیوادونو ته د مهاجرو د راتلو مخه ونیسي باید د سیتوالو په ټولو ژمنو باور و نه کړي: «آن که تاسو داسې یو کس یاست چې غواړئ خپل هیوادته د مهاجرو د راتګ مخه ونیسئ، بیا هم باید له تاسو سره د داسې یوه کس په څیر چلن و نه شي چې په هره خبره غولیږي او بیا داسې ژمني کوي چې پرې عمل نه شي کولای.»

د رسنیو تیروتني

لي په دې نظر ده چي رسنې په دې کې پاتې راغلي، څو دا موضوع په ګوته کړي چې د مهاجرو په اړه د ترمپ ژمني غیر عملي دي. هغه وایي: «داسې ښکاري چې رسنۍ د دغه شان افراطي شیانو له ترویجولو خوند اخلي. خو هغوی ډیر وخت د هغوی [د سیاستوالو د ژمنو] په اړه پوښتنې نه راپورته کوي. د بېلگې په تگه دا پوښتنه: سمه ده خو تاسو به دغه کار څرنګه ترسره کړئ؟»

د «مهاجر کډوال» انترنتي پاڼې هدف همدا دی چې د سیاستوالو د پالیسو آرزونه وکړي چې تر کومه حده پورې عملي کیدای شي او وڅیړي چې ایا د یوې ژمنې د عملي کیدو له پاره قانوني لاري چارې شته او که نه.

د فرانسې افراطي ښي اړخه سیاستواله ماري له پین، چې اوس د دې هیواد د ولسمشرۍ له پاره نومانده ده، د دغه شان یوې آرزونې له پاره یو عالي بیلګه ده. لي وایي په داسې حال کې چې له پین د کډوالو او مسلمانانو پر ضد خبرې کوي، د هغې سیاستونه به پر ځينو محدودو کسانو باندې ‌ډیره لږ اغیزه ولري.

لي زیاتوي چې د فرانسې بل ښی اړخه نوماند فرانسویس فیلن، بیا د کډوالۍ موضوع په اړه ډېر معلومات لري او داسې لارې چارې یې موندلي دي چې د کډوالو له پاره ژوند سختولی شي.

لي او ماري د کډوالۍ په موضوع کې زده کړي دي او داسې ډیري نورې بیلګې لري چې د کډوالۍ په اړه د رسنیو خراب پوښښ په ګوته کوي. دا چې ولي دا کار کیږي، لاملونه یې ښایي بیلابیل وي. کله د وخت کمښت او یا هم د یوه هیواد د مهاجرت قانون په اړه ناکافي معلومات ښايي د رسنیو د ناسم پوښښ لامل شي، خو د دې ناسم پوښښ پایله بیا رای ورکوونکو ته ناسم معلومات رسیدل وي. لي وايي: «سیاستوال پر دې حساب کوي چې رای ورکوونکو ته ناسم معلومات ورسیږي او هغوی د غولولو وړ وي.»