1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر پوتین فشار مخ پر زیاتیدو دی

شمس الرحمان ناصر/ آژانسونه۱۳۹۳ تیر ۲۹, یکشنبه

د اوکراین په ختیځ کې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو تر کنترول لاندې سیمه کې د مالیزیايي هوایي شرکت د مسافر وړونکي الوتکې د نسکوریدو له امله د اروپايي مشرانو له خوا د روسيي پر ولسمشر ولادیمیر پوتین نیوکې ډیرې شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Cfhf
انځور: dpa

د هالنډ لومړي وزیر مارک روته، ویلي دي چې دا وروستې فرصت دی چې ولادیمیر پوتین وښیې چې غواړي د مالیزیايي الوتکې د نسکوریدو د جزئیاتو د روښانه کیدو په برخه کې مرسته کوي.

د رویټرز د خبرې آژانس په حواله مارک روته، دغه څرگندونې د روسيي له ولسمشر سره تر تلیفوني خبرو وروسته کړي دي.

د اوکراین په ختیځ کې د رالویدلې الوتکې د پیښې ځای ته د بیلتونو غوښتونکو له لوري د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د څارونکي پر وړاندې محدودیتونه رامنځ ته شوي دي. تر هغې وروسته د شنبې په ورځ «د ۲۰۱۴م کال د جولای میاشتې ۱۹مه» روته خبریالانو ته وویل: :« په اوس وخت کې پوتین په دې قضیه کې مسئولیت لري.» هغه یادونه وکړه: «هالنډ او نوره نړۍ به وویني چې هغه [پوتین] به په دې برخه کې څه وکړي.»

د مالیزیا مسافر وړونکې الوتکه چې د هالنډ له پلازمېنې امستردام څخه د کوالالمپور پر لور روانه وه د د پنجشنبې په ورځ د اوکراین په ختیځ کې راولویده. د دغې الوتکې ټول ۲۹۸ تنه سپرلې وژل شوي دي چې ۱۹۲ تنه په کې هالنډیان ول.

د دغسې پیښې د بیا تکراریدو اندېښنه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، هم د« بلډ ام زونټاک» په نامه له آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې خبردارې ورکړی دی چې کیدای شي د اروپا په زړه کې دغسې یوه پيښه یو ځل بیا تکرار شي.

نوموړي زیاته کړه:«دا چې دغه پيښه قصدي وه او یا هم یوه وحشتناکه تیروتنه وه، دا به د مسئلې په اصل کې کوم توپیر را نه ولي.» د شتاین مایر په خبره هر چا چې دغه الوتکه را غورځولې ده، یو بحران يې رامنځته کړی دی.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) څارونکو د شنبې په ورځ د روسي پلوه نیمه ملیشو تر کنترول لاندې سیمه کې د الوتکې د رانسکوریدو له ځای څخه لیدنه وکړه.

په همدي ترڅ کې روسي پلوه بیلتون غوښتونکو چې ځان د دونېڅک د خپل واکمن جمهوریت وسله وال ځواکونه بولي، د دغو څارونکو د کار مخه ونیوله، خو سربیره پر دې د دغو اروپايي څارونکو څخه د یوه په وینا دغو نیمه ملیشو د جمعې د ورځې په پرتله، ډیره همکاري وکړه.

MH17 Flugzeugabsturz Absturzstelle Ukraine Separatist 19.7.2014
انځور: Reuters

پر آزادو څيړنو ټینگار

د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل د شنبې په ورځ د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تلیفوني خبرې اترې وکړې. همدارنگه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم له خپل روسي سیال سرگي لاوروف سره خبرې کړي دي. د روسيې د بهرنیو چارو وزارت د بیانيې له مخې کیري او لاوروف هم پر آزدو او بې پرې نړیوالو تحقیقاتو ټینگار وکړ.

د روسيې او آلمان مشرانو پر دې موافقه وکړه چې د هوا نوردۍ د یوه نړیوال کمیسیون په وسیله به ډیر ژر د الوتکې د رالویدو ځای ته لاسرسی پیدا کړي.

په عین وخت کې د بریتانيي د بهرنیو چارو نوي وزیر فیلیپ هاموند، هم پر روسيې نیوکه کړې ده چې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو پر وړاندې له خپل نفوذ څخه پوره کار نه اخلي. نوموړي له روسيې څخه وغوښتل چې د پيښې سیمې ته د رسیدگۍ په برخه کې باید له خپل ټول توان څخه استفاده وکړي

داسې بریښي چې اروپايي اتحادیه د نوي کړکیچ په هکله د روسيي چلند څاري، تر څو د اړتیا په صورت کې د دغه هیواد پر ضد نوي بندیزونه ولگوي.