1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر پولند بريد: د دوهمې نړيوالې جګړې پيل

۱۳۸۸ شهریور ۱۰, سه‌شنبه

«يو ناڅاپه دغه ستوکه الوتکې راغلې. بمونه، ماشينگړي او مړي وو، بيا بېرته ستنې شوې.« د پولنډ د بهرنيو چارو پخوانی وزير ولاديسلاف بارتوسېفسکي خپل خاطرات بيانوي. د 1939 کال د سپتامبر د مياشتې لومړۍ نېټه ده.

https://p.dw.com/p/JMv8
آلماني عسکر د آلمان-پولند سرحدي خنډونه بيرته کويانځور: AP

د جمعې ورځ او د سهار تقريبا څلور نيمې بجې دي.

آلماني جنگي الوتکې چې ستوکه بلل کيږي، د پولنډ پر ويلون نومي ښارگوټي باندې بريد کوي، پرته له دې چې د جنگ اعلان شوی وي. هيڅوک دغې حملې ته آماده نه دي. ويلون يو کوچنی ښارگوټی دی، پوځ نه لري او د ستراتيژيک اهميت لرونکی هم نه دی. ډېر ژر د ويلون مرکز له خاورې سره برابريږي:

د پاو کم پنځو بجو په شاوخوا يوه آلمانۍ جنگي کشتۍ شلېسويگ هولشتاين دانڅيگ ته ورڅېرمه د وېسترپلاتهء پر ټاپو وزمه سيمې ډزې کوي چيري چې د پولنډ د مرميو زېرمې ځای په ځای شوې دي. په پولنډ باندې يرغل، او يا د سپتامبر کمپاين، لکه څنگه چې پولنډيان يې بولي، په گړندۍ توگه پيل شوی دی.

«پولنډ نن شپه په لومړي ځل زموږ پر خاورې باندې د عسکرو په مټ بريد وروړی و. له پاو کم شپږو بجو راهيسې ځوابي ډزې کوو. او سر له اوس نه به د هر بم انتقام د يو بل بم د لارې اخلو.«

د هيټلر له دروغو ډکه وينا د جنگ د شروع کېدو سبب گرځي. په حقيقت کې د هيټلر د SS د ډلې کسانو پولنډي يونيفورمونه اغوستي وو او په گلايويڅ کې يې د شليسيانو په يوې سيمه يزې راډيو باندې بريد کړی و چې له امله يې د جگړې د پيلولو يو دليل پيدا شو.

يو نيم مليونه آلماني عسکر د پولنډ پر سرحدي سيمې باندې يرغل کوي. گاونډی هېواد هيڅ چانس نه لري او نيول کيږي. د هيټلر په تبليغاتو کې د دې علت داسې راپه گوته شوی دی:

«هغه يو ظالم دولت و. د زور، پلويسو او بالاخره د پوځ د لارې اداره کېدهء. په دغه هېواد کې آلمانانو ډېر ناوړه برخليک درلودهء.«

هيټلر په تېره بيا د آلماني امپراتورۍ په غځولو کې علاقه او لېوالتيا لري. د هيټلر او ستالين تر منځ تړون چې په پولنډ باندې تر يرغل کولو يوه اونۍ مخکې جوړ شوی و، هيټلر ته د دې امکان ورکوي چې گاونډی هېواد ونيسي. په دغه تړون کې راغلي دي چې پولنډ بايد تجزيه او د آلمان او شوروي اتحاد تر منځ ووېشل شي.

«که اروپا په عمومي توگه سوله او ثبات غواړي، نو اروپايي هېوادونه بايد شکر وباسي چې روسيه او آلمان دې ته لېواله دي چې د ناکراريو دغې سرچينې ته يوه سوله يزه لاره ودانول غواړي.«

ډېر ژر څرگنديږي چې: هيټلر نه يوازې زياته خاوره نيول غواړي، بلکه هڅه کوي چې د پولنډ ولس د منځه يوسي. له بمباريو وروسته په ځانگړې توگه شاعران، پروفيسران، ډاکتران، حقوقپوهان او معلمان اعداميږي او ورپسې يهودان په ډله ييزه توگه وژل کيږي. د پولنډ پوځ له خپلې خاورې څخه دفاع نه شي کولای او د عسکرو د شمېر او د تجهيزاتو له مخې هم د سيالۍ جوگه نه دی. د پلونډ برخه ليک ډېر ژر معلوميږي، ځکه چې فرانسه او لويه برتانيا په خپله کړې ژمنه نه ودريږي. د دې پر ځای چې د لاسليک شوي تړون له مخې په آلمان باندې د لويديځ له لوري بريد وکي، برتانويان خپله هوايي دفاع پياوړې کوي او فرانسويان د آلمان پولې ته ورڅېرمه سنگر نيسي. هغوی دوه ورځې وروسته له دې چې آلمان پر پولنډ باندې يرغل کوي، جنگ اعلانوي، يعنې د 1939 م کال د سپتامبر په درېيمه نېټه.

نسيم صابر
کتونکی: يحيی وردک