1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر چين او روسیې باندي نیوکي شوي دي

۱۳۹۰ بهمن ۱۶, یکشنبه

د سوريې پر ضد د اعلاميې پر ویتو کوونکو باندي سختي نیوکي شوي دي. دغه اعلامیه د روسيې او چين هیوادونو ویتو کړه.

https://p.dw.com/p/13xQM
چین او روسیې د سوریې اعلامیه ویتو کړه
چین او روسیې د سوریې اعلامیه ویتو کړهانځور: dapd

د ملگرو ملتونو سرمنشي ويلي دي چي دغو هیوادونو د ملگرو ملتونو او نړیوالي ټولني رول ته زيان رسولی دﺉ.

بان کیمون زياته کړې ده چي د سوريې د خلکو، د بشري حقونو او د ډيموکرسي د ملاتړ کوونکو له پاره دا یوه لويه مايوسي ده.

که څه هم د روسيې او چين وېټو په ناڅاپي توګه نه وو خو د هغه سربیره پر دې ئې هم ځیني غربي دیپلوماتان حيران کړي دي. د رايه اچونې څخه وروسته په تر سره کېدونکي غونډه کي ښکاره دريځونه وړاندي سول. د امريکا استازي سوزان رايس وويل: «دا چي يو څو غړي د امنيت د شورا د کار پر وړاندي خنډ گرځي له کبله ئې امريکا بېزاره ده. د سوريې د بحران له پاره بايد یوه د حل لاره ولټول سي او د دې تر څنگ د سيمي د امنيت او سولي په وړاندي شته گواښ بايد جدي ونيول سي.»

د دې څخه مخکي چي اعلاميه رايه اچوني ته وړاندي سي، پر متن ئې تر آخري لحظې پوري بحثونه روان ول. روسيې تر پايه پوري پر دې ټينگار کاوه چي د اعلاميې په متن کي بايد زيات بدلونونه راوستل سي.

له همدې کبله د آلمان د استازي پېټر ويټيگ، له پاره هم دا د مايوسۍ يوه خبره وه چي په متن کي د روسيې زياتو غوښتنو ته د ځواب ويلو سر بیره بيا هم په آخر کي روسيې د دغي اعلاميې پر ضد خپل د وېټو حق وکاره. پېټر ويټيگ ویلي دي: «د اعلاميې په متن کي پر ريژيم د وسلو او نور بنديزونه شامل نه ول. د دې تر څنگ په متن کي د بشري حقونو د څارونکي کميسيون چي زموږ پخوانۍ غوښتنه وه هم له بده مرغه نه وه شامله. موږ د دې له پاره خبري اتري او بحثونه کول چي يو تفاهم ته سره ورسيږو. موږ دې ته چمتو وو چي د اعلاميې په متن کي ستر بدلونونه راولو.»

په دغه اعلاميه کي د روسيې د ملاتړ د تر لاسه کولو له پاره د ولسمشر بشرالاسد څخه په متن کي د واک څخه د ليري کېدلو او د آزاده ټاکنو د ترسره کولو غوښتنې هم ليري کړل سوي وي. خو د ټولو هڅو سره اعلامیې و نه شو کولای چي د روسیې مثبه رایه تر لاسه کړي.

د ملگرو ملتونو د امنیت په شورا کي د ماسکو استازي ويټالي شورکين، د اعلاميې د متن په هکله وويل چي د اعلاميې متن غېر متوازنه او په لوړه کچه د دمشق د حکومت ضد وو. ملگرو ملتونو ته د چين استازي بيا وويل چي د سوريې حاکميت ته بايد هيڅ زيان و نه رسول سي.

د آلمان استازي پېټر ويټيگ د غونډي په پای کي وويل چي د امنيت شورا به له دې وروسته هم خپلي هڅي جاري وساتي چي سوریه د ډيموکراټيک ريفورم لور ته روانه کړي: هغه وویل: «موږ په دې باور يو چي روسيه او چين به اوس د خپل غبرگ ویټو له کبله نړیوالو او په زیاته بيا د عربي نړۍ خلکو ته ځواب ورکوي. موږ دا ويره لرو چي په سوريه کي به په تاوتریخوالي کي لا زياتوالی راسي. خو موږ به له عرب ليگ څخه خپل ملاتړ ته، او په سوريې کي د هغي سياسي پروسي له پاره خپلو هڅو ته دوام وکړو چي د زیات وخت راهيسي خلک ورته سترگي په لاره دي.»

روسيې او چين د امنيت په شورا کي تر اوسه همیشه د سوريې پر ضد د انتقاد مخه نيولي ده. د تېر مېلادي کال په اکتوبر کي هم دغو دواړو هيوادونو د سوريې د اعلاميې پر ضد خپله د ویټو رایه کارولي وه، خو هغه وخت د هند، برازيل او سويلي افريقا ملاتړ هم ورسره وو.

احمد ولي اڅکزی (دویچه ویله)
کتونکی: مسعود جهش

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب