1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ښځو د زورزياتي اصلي عامل خپله ښځي دي

۱۳۹۱ فروردین ۶, یکشنبه

د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ د کورنيو لانجو د حل اداره وايي چي پر ښځو باندي د زورزياتي اصلي عامل خپله ښځي دي. د دوی په خبره د کور د ښځو له خوا نارينه دې ته هڅول کيږي چي په زور لاس پوري کړي.

https://p.dw.com/p/14Rav
انځور: picture-alliance/dpa

د ښځو پر وړاندي تاوتریخوالی هغه ناوړه دود دئ چي په افغانستان کي هرکال په لسونه ښځي خپل ژوند له لاسه پکښي ور کوي.

که څه هم ددې قضې یو اړخ تل نارينه یاد شوی دئ خو د ښځو د حقونو مدافع کسان وايي چي نه يوازي نارينه، بلکي په ډيرو پيښو کي ښځي دي چي د ښځو په وړاندي د زور زياتي عامل گرځي.

د ښځو پروړاندي د زور زياتي پيښي په افغانستان کي تر بل هر ولايت په هرات کي ډيري دي. په دغه ولايت کي د ښځو د حقونو يوه فعاله مېرمن ملالۍ هروي وايي چي پر ښځو د زورزياتي اصلي ريښه په کورني ژوند کي وي:

«پر ښځو د زور زیايي اصلي ریښه په کورني کړکیچ کي ده. نو که وګورو په کورکي میندي، خواښياني، اندرندي یا خویندي دي چي د نارینه وو زهنونه د ناوي یا بل چا پر وړاندي تحریکوي.»

د افغانستان په مدني قوانیو کي ښځو ته ټول هغه حقوق ورکړل سوي دي چي د نړۍ په کچه د بشرد حقونو او اسلام دین ور کړي دي، خو په افغانستان کي له يو شمېر مېرمنو څخه دغه حقوق په يوه نه يو ډول اخيستل شوي دي.

د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ د جندر یا کورینو لانجو د حل څانګي مرستیاله طاهري، وايي چي په۱۳۹۰ کال کي تر۳۵۰ زیاتي پېښي ور سره ثبت شوي دي.

هغه وايي په ډیرو مواردو کي د کور د مېرمني له خوا خپل نارینه په یوه نه يو ډول تاوتریخوالي ته هڅول شوي دي:

«موږ ډیري داسي پېښي درلودلې، لکه ځان سوځونه، زهر خوړل او داسي نور، چي عامل ئې نه يوازي نارینه بلکي د کورنۍ ښځي لکه خواښي اندرندي، او نوري اصلي عاملي وې.»

د هرات څارنوالۍ مشري ماریا بشیرهم د تېرکال د تاوتریخوالي رسمي ارقام تر پخوانیو کلونو زیاد گڼي. د هغې په خبره ډيروالی ځکه ښيي چي خلک اوس خپلي ستونزي له حکومت سره شريکوي.

شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زیارمل