1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر کابل باندې د لوی برید پلان شنډ شو

۱۳۹۱ مرداد ۱۲, پنجشنبه

افغان امنیتي ځواکونو اووه تنه یاغیان چې غوښتل ئې پر کابل باندې بریدونه وکړي وژلي دي. دغه یاغیان د پنجشنبې په ورځ سهار وختې په یوه وسله والو نښته کې وژل شوي دي. افغان ځواکونو په دې ترڅ کې ځینې چاودیدونکي مواد نیولي دي.

https://p.dw.com/p/15iMZ
انځور: Reuters

د افغانستان استخباراتي مامورینو خبر تر لاسه کړی وو چې دغو کسانو د کابل په ختیځه سیمه کې د برید له پاره وسلې راټولولې. تر دې وروسته افغان امنیتي ځواکونه دغه وګړي په یوه کمین کې ووژل.

د افغانستان د ملي امنیت ویاند لطف الله مشعل، وویل چې افغان ځواکونو په سیمه ییز وخت شاوخوا یوه بجه پر دغو یاغیانو باندې برید وکړ. د پولیسو په خبره کله چې د امنیتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ جګړه پیل شوه، د یاغیانو له ډلې څخه پنځو تنو ئې خپل ځانونه وچاودل. پولیسو وویل چې پاتې دوه تنه د هغوی له خوا تر څو ساعته جگړې وروسته ووژل شول.

د افغانستان د ملي امنیت کارکوونکو د دغو وگړو د استوگنې په ځای کې په چاودیدونکو موادو بار درې موټران هم موندلي دي. د چاودیدونکو موادو تر څنگ په موټرانو کې مهمات هم بار ول. په دې عملیاتو کې همداراز راکټ لانچران او ماشیندارې وسلې هم موندلې شوې دي.

د لطف الله مشعل په خبره یاغیانو غوښتل چې د کابل پر درو برخو باندې بریدونه وکړي. هغه وویل چې په دې ځایونو کې د افغانستان پارلمان ته نزدې یوه سیمه او د کابل په زړه کې دوې نورې سیمې شاملې وې.

د ملي امنیت ویاند ویلي دي چې په دې پېښه کې افغان ځواکونو او ملکیانو ته مرگژوبله نه ده اوښتې: «دا یو ډیر لوی پلان وو. دا ډیر ښه وشو چې موږ ئې مخه ونیوله.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، ویلي دي چې داسې کومه پېښه نه ده رامنځ ته شوې. د هغه په خبره افغان ځواکونه له دغه پېښې څخه د تبلیغاتو د کولو په موخه کار اخلي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم