1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر کرزي باندې پرونۍ حملې نړيوال پارولي دي

۱۳۸۷ اردیبهشت ۹, دوشنبه

د افغانستان پر مشر حامد کرزي باندې د بنسټ پالو مسلمانانو لخوا پروني يرغل نړيوال سخت راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/DpmP
مخکې له دی نه چې په کرزی باندی ډزې وشی، ده د عسکري قطعاتو کتنه وکړه
مخکې له دی نه چې په کرزی باندی ډزې وشی، ده د عسکري قطعاتو کتنه وکړهانځور: AP

د ملگرو ملتونو مشر بان کي مون په يوه اعلاميه کې په ډاگه کړې، د افغانستان پر قانوني دولت باندې حمله په کلکه سره غندي.

د آلمان لومړۍ وزيرې ميرمن انگيلا ميرکل حامد کړزي ته په تلفون کې خپله خواشيني څرگنده کړې او زياته کړې يې ده، چې آلمان له افغانستان سره خپلې اړيکې ټينگې ساتي.

د فرانسې مشر نيکولاس سرکوزي هم افغان مشر حامدکړزي ته ډاډ ورکړی، چې ورڅخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

پرون په داسې حال کې چې حامد کړزي له يو شمېر کورنيو او بهرنيو مېلمنو سره يوځای غوښتل، پر کابل باندې د اسلامي حکومت ١٦ کاليزه کې د عسکري رسم گذشت ننداره وکوي، ورباندې ناڅاپه د ټوپکو ډزې پيل او هر څه يې گډوډ کړل.

په پېښه کې درې تنه ووژل شول.