1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پر کریملن د الماني ځوان پرواز هېښوونکی وو»

۱۳۹۱ خرداد ۸, دوشنبه

له نن څخه ۲۵ کاله پخوا د مې د میاشتې پر اته ویشتمه نیټه، یو ۱۹ کلن الماني ځوان له خپل هیواد څخه په کوچنۍ شخصي الوتکه کې تر ماسکو سفر وکړ او هغه هم پر تې له دې چې د دواړو هیوادونو چارواکي خبر کړي.

https://p.dw.com/p/153ap
انځور: picture-alliance/dpa

دا د ۱۹۸۷م کال د مې اته ويشتمه نېټه وه. د ماتياس روست، وړه الوتکه پرته له اجازې د شوروي تر پولې ور واوښته او شاوخوا سره میدان ته نزدې کښېناسته.

دغه خبر هغه وخت د شوروي له خلکو څخه پټ وساتل سو. دا د ماسکو له پاره ډیره ټکان ورکوونکي او شرموونکي پېښه وه، چې يوه «سیسنا ۱۷۲» ډوله سپورتي الوتکه پر دې توانېږي چي د المان د هامبورگ څخه د آیسلند پر هوايي لاره ځان د پخواني شوروي پلازمېني ته ورسوي.

ايا د هوا مدافع قوتونه ویده ول او که نشه ؟ د شوروي د هوايي ځواک پخوانی جنرال گواس دېنکو، دغه ورځ داسي يادوي:

« ده (ماتیاس روست) موږ ته زموږ تشې راپه گوته کړې. هغه موږ ته وښودل چي داسي تشې سته چي زموږ دښمن ئې کارولای سي. هغه په غېر مستقيمه توگه موږ ته دغه تشي راپه گوته کړې.»

روست هغه وخت د المان له هامبورگ څخه د شوروي د فنلند تر پولي پوري خپله الوتکه ورسوله او بيا د پخواني ليننگراد او نني سانت پېترزبورگ، څخه تر ماسکو پوري ئې د اورگاډي کرښه تعقيب کړه. يو اټومي واک د يوه ۱۹ کلن ځوان له خوا غولول سوی وو. د هغه وخت د کمونستي گوند رئيس ميخايل گورباچوف په دې هکله ويلي ول:

« دا چي يوه الوتکه په دې توانيږي چي د شوروي پولو ته را داخله سي او حتی څوک ورباندي خبر لا نسي نو دا زموږ د دفاع نا اهلي ښيي.»

خو د گوبارچوف خبره په بشپړه توگه صحيح نه ده. د هغه وخت ويديويي انځورونه ښيي چي د روست د الوتکي سره جوښتې دوې شوروۍ جنگي الوتکې رواني وې، خو دغو جنگي الوتکو ته د وړې الوتکي د ويشتلو امر نه وو ورکړل سوی. له همدې کبله جنگي الوتکي بېرته پر شا کيږي او روست د خپلي الوتکي سره خپل سفر ته دوام ورکوي. د هغه وخت د کریملن يو مسئول وايي:

«موږ ته هغه وخت وويل سول چي په الوتکه بايد غرض ونه کړو ولي چي بې خطره وه. راته وويل سول چي دغه الوتکه يو فلم اخلي او بس.»

د ماښام په شپږو بجو او پنځلس دقیقو، د روست الوتکه د ماسکو سره ډگر ته نزدې د بازيليوس، کلېسا څنگ ته کښېناسته. پر روست د شاوخوا خلک راټول سول او ورته د «مه لا دېڅ» نعرې وهلې چي معنا ئې، آفرين ده. خو د هغه وخت د کمونستي گوند رئيس ميخايل گورباچوف په دې پېښه هيڅ خوښ نه وو:

«هغه زموږ پام ډيرو ستونزو ته راوگرځاوه. يوازي زما پام نه بلکه د پوځ پام ئې هم دغو ستونزو ته واړاوه. د هغه پوځ پام چي د ده په مخنيوي کې پاته راغلی وو. کیدای سي سړی ووايي چي دغه يو پارونکی عمل وو.»

په شوروي کي د «پرېس ترویکا» پروسه، چي موخه ئې د ټولنې ريفورم وو لا نوې پیل شوی وه. ميخايل گورباچوف دغه پېښه په ډېره زيرکتيا سره د دې له پاره وکاروله چي د شوروي د دفاع وزير او د لوی درستيز او د هغه تر څنگ ۳۰۰ خپل دښمن پوځي صاحب منصبان له دندې گوښه کړي.

روست د ۱۸ میاشتو د بند تیرولو وروسته آزاد کړای شو.
روست د ۱۸ میاشتو د بند تیرولو وروسته آزاد کړای شو.انځور: picture alliance / dpa

د کریملن رئيس هغه وخت ډېر ژر په دې پوه سو چي د الوتکي موضوع صرف د يوه کس عمل دئ چي په نړۍ کي امن غواړي. له همدې کبله دغه پېښه د شوروي او المان تر منځ د اړيکو د خرابېدو سبب ونه گرځېده. د دې تر څنگ چي کله په ماسکو کي پر دغه ځوان کس محاکمه روانه وه نو خلک پوه سول چي له هغه سره يوه ستونزه ده. د هغه وخت د محاکمې يو ژباړونکی وايي:

« له هغه څخه پوښتنه وسوه چي ښاغلې روست ايا تاسو نه ویریدی چي وبه ويشتل سئ. خو د هغه جواب دا وو چي زما خو حفاظتي خولۍ پر سر وه.»

د المان د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير د دې له پاره هڅه وکړه چي روست راخوشي کړي. روست د دغو هڅو له کبله ۱۸ مياشتې وروسته له بند څخه آزاد او وبخښل سو.

هیرمن کراوزه/ احمد ولي اچکزی
کتونکی: سید ریاض