1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: د توغندیو د بریدونو د دریدو غوښتنه وشوه

۱۳۹۱ مهر ۷, جمعه

په سلهاو تنو قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو د جمعې په ورځ په کابل کې د یوې غونډې له جوړلو سره پر کونړ ولایت باندې د پاکستان له خاورې څخه د توغندیو بریدونه وغندل.

https://p.dw.com/p/16Gql
انځور: DW

له یو څه مودې راهیسې د کونړ پر یو شمیر سرحدي سیمو باندې توغندي لگیږي چې ویل کیږي دا توغندي د پاکستان له خاورې څخه توغول کیږي چې له کبله ئې ډیر کسان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي. افغان حکومت د دې بریدونو له کبله څو وارې د پاکستان دولت ته شکایت وکړ. د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول، خو دا ستونزه ان د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته ورسوله.

د توغندیو دې بریدونو د افغان حکومت تر څنگ یو شمیر افغانان هم په غوسه کړي دي. په کابل کې د جمعې د ورځې د جوړې شوې غونډې گډونوالو اعلان وکړ چې هغوئ نور زغم نه شي کولای او که افغان حکومت اجازه ورکړي نو دوی له خپلې خاورې څخه دفاع کولو ته تیار دي.

د غونډي یو ګډونوال او د پکتیکا ولایت اوسیدونکي حاجي لالا جان، وویل: «پر کونړ باندې هره ورځ توغندي راوریږي. هغه زما زامن، زما خویندې دي. پاکستانه تاته وایم، چې توغندي بند کړه. د افغانستان خاوره زموږ مور او پلار ده او د مور او پلار ساتنه زموږ دنده ده.»

خو پاکستان دا خبره نه مني چې گواکې د دې هیواد له خوارې او یا هم د دې هیواد پوځ دې پر افغانستان باندې توغندې توغولي وي. پاکستاني چارواکي وایي چې یوازې په هغه صورت کې په عمل لاس پورې کوي چې د افغانستان له خاورې څخه ورباندې یاغیان بریدونه وکړي.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش