1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر کونړ بيا توغندی اورول سوی

۱۳۹۰ مهر ۱۸, دوشنبه

پاکستاني توپونو يو وار بيا د افغانستان ختيځ کونړ ولايت ځيني سيمي په نښه کړي.له تيرو دوو اونيو راهيسي دغه بريدونه درول سوي ول خو د نامعلومو دلايلو له امله يو ځل بيا له وړمي شپې راهيسي پيل سوي دي.

https://p.dw.com/p/12ole
انځور: DW / Kamran

د کونړ خلک وايي توغندي د ډيورنډ له پوري غاړي د سرکاڼو په ولسوالۍ ويشتل سوي، چي د سر اومال تاوانونه يي هم اړولي دي.

له دي سره جوخت د افغانستان د ثنا مجلس دا ځل حکومت پړ بللی، چي له مجاهدينو څخه يي  د درنو وسلو په ټولولو سره د بهرنيو يرغلګرو په وړاندي د هغوی لاسونه تړلي دي.

د مشرانو جرګه ګۍ غړی عبدالحنان حق ويون د وينا له مخي د دغي لانجي د هوارولو په برخه کي ديپلوماتيکو هڅو کار ورنه کړ او د توغندۍ ځواب بايد په توغندي ورکړل سي.

حق ويون نړيواله ټولنه تورنه کړه چي، غواړي افغانان د بې وسلي کولو په نامه د تل لپاره ځان ته محتاج وساتي.

« کومي سقيله وسلي چي وې هغه يې د ډي ډي آر په نامه زموږ څخه ټولي کړي، دا د نړيوالي ټولني يو چل دی، چي غواړي زموږ لاس د تل لپاره هغوی ته اوږد وي، تر څو هغوی ته د مرستي په بدل کي اډې ورکړو او ددوی په خوښه يې ورکړو».

د افغانستان او پاکستان تر منځ د دغي سرحدي لانجي پر سر له څو مياشتو راهيسي خبري رواني دي. خو داسي ښکاري چي هيڅ راز مثبتي پايلي يي ندي لرلي.

د افغانستان پر خاوره د پاکستان توغنديز بريدونه په داسي مهال بيا پيليږي، چي يوازي څو ورځي دمخه کابل او نوي ډهلي د امنيتي همکاريو ستراتيژيک سند لاسليک کړ.

د سياسي چارو ځيني مبصرين پر افغان  حکومت نيوکه کوي، چي بهرنۍ پاليسي يي پر ملي ګټو نه ده جوړه سوې، ځکه نو افغانستان د ګاونډيانو د اوز لوبي په ډګر بدل سوی.

د سياسي چارو شنونکی  فضل الرحمان اوريا په تيرو لسو کلونو کي د ګاونډيانو په وړاندي د افغان دولت پر نرم دريځ نيوکه کوي او ننۍ سرحدي لانجي د همدې ضعيفي پاليسۍ پايلي بولي.

« لس کاله ددې دولت تيريږي خو دا په تاسف سره بايد ووايم، چي د افغانستان کورنۍ او بهرنۍ پاليسي پر ملي ګټو نه ده ولاړه، دوی و نه توانيدل چي بيلانس وساتي، چي د افغانستان ستونزي د خبرو اتروله لاري هواري کړي، پاکستان نه غواړي چي د افغانستان ستونزه د سولي او خبرو له لاري هواره سي نو ځکه خپلو مداخلوته دوام ورکوي».

د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره د توغنديزو بريدونو په اړه ولسي جرګې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته هم شکايت کړی، خو داسي ښکاري چي نه امنيت شورا او نه هم کوم بل نړيوال متحد هيواد پاکستان له دغوبريدونو لاس اخيستلو ته قانع کړی دی.

د ثنا مجلس لومړی منشي ايزيديار مجلس ته دنده ورکړه، چي ژر تر ژره له ولسمشر سره ګډي غونډي ته تابيا ونيسي تر څو د کابل وروستی دريځ روښانه او پري عمل وسي.

« ټولي هغه ممکنه لاري چاري، چي دغه ړانده بريدونه پر افغانستان بندولای سي هغه به ولټول سي له ولسمشر کرزي سره به هم پرې خبري وکړو».

د يادولو وړ ده چي تر اوسه پوري  لږ تر لږه اوه سوه توغندي د ډيورنډ د کرښي له هغي غاړي د افغانستان پر سرحدي ولايت کونړ توغول سوي دي.

خو د افغانستان له لوري لا هم د ديپلوماتيکوچينلونو له لاري د ستونزي پر هوارۍ ټينګار کيږي، هغه څه چي ولسي افغانان يي سخت پارولي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل