پر کونړ بیا توغندي توغول شوي دي
۱۳۹۱ مرداد ۱, یکشنبهد کونړ والي فضل الله واحدي د تلیفون په کرښه دویچه ویله (المان غږ) ته وویل یوازې تیره ورځ شاوخوا درې سوه توغندي د پاکستان له خاوري د کونړ په دانګام ولسوالۍ توغول شوي دي.
واحدي وایي دغه شمیري ئې په ختیځ زون کې د امنیتي ادارو د همغږۍ له مرکز څخه تر لاسه کړي دي په کومو کې چې د ایساف ځواکونه هم غړيتوب لري.
د کنړ د والي په خبره دوي د دغو بریدونو په انګیزه او موخه نه پوهیږي خو دا مني چې بریدونه د پاکستان د پوځیانو له لوري تر سره کیږي. د فضل الله واحدي په وینا بریدونه تر نن ورځی پوري هم نه دي دریدلي.
د کونړ د والي پر وینا دوی دا مسئله په کابل کې د مرکزي دولت سره شریکه کړې ده او همدا راز ئي په ختیځ کې د ایساف ځواکونو سیمه ییزي قوماندانۍ ته هم شکایت کړی دئ چې د دغو بریدونو په درولو کې پر پاکستاني دولت زور واچوي.
په همدې حال کې د دانګام یو شمیر اوسیدونکي چې مرکز ته راغلي دي وایي چې د پاکستان له خاوري له یوه کال راهیسي وخت ناوخته د افغانستان په خاوره د میزایلو بریدونه روان دي او حکومت ئې د بریدونو په مخنیوي او د خلکو په ساتنه کې پړ وباله.
د کونړ ولایت د والي ویاند واصف الله واصفي، د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې «د پاکستاني ځواکونو» له لوري د کونړ ولایت په دوو ولسوالیو باندې ۳۰۰ راکټونه فایر شوي دي.
دغه ولسوالۍ چې پرې راکټونه توغول شوي د دانگام او شیگل ولسوالۍ دي چې د پاکستان د چترال سیمې ته څیرمه پرتې دي.
د کونړ ولایت د امنیې قوماندان هم د پیښې پخلی کړی دئ او ویلي دي چې د پولې له بلې غاړې پر دغو دوو ولسوالیو باندې په سلگونو توغندي اورول شوي دي.
د واصفي په وینا د پاکستاني ځواکونو له لوري د توغندیو د توغولو په پایله کې په لسگونو کورونه ویجاړ شوي دي او کورنۍ له سیمي څخه تیښتې ته اړ شوي دئ.
افغان حکومت اعتراف کوي چې د ډیورنډ له پوري غاړي د کونړ په ځينو ولسوالیو د بریدونو په کابو کولو کې تر اوسه له پاکستاني لوري سره د دوی خبرو کومه نتیجه نه ده ورکړي خو بیا هم دوی کرار ناست نه دي.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي، په وینا افغان ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د پاکستان له لومړي وزیر سره دا مسئله یاده کړې ده او دوی په متواتر ډول د بهرنیو چارو د وزات له لارې له پاکستان سره اړیکه نیسي تر څو دا بریدونه ودروي:
«د افغانستان ولسمشر د پاکستان له صدراعظم سره په کابل کې د خبرو پر مهال د پولې له هغي غاړي زموږ پر حریم د بریدونو مسئله یاده کړي ده. په دغه برخه کې پاکستاني لوري د همکارۍ ډاډ ورکړی دئ، خو بیا هم چې اوس بریدونه یو ځل بیا پیل شوي دي موږ د بهرنیو چارو د وزارت له لارې پر پاکستان فشار اچوو تر څو د دغو بریدونو مخنیوی وکړي او د افغان ولس د مرګ ژوبلي او کړولو لامل نه شي.»
میرویس جلالزی/سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم