1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر کونړ ولایت بیا توغندي توغول شوي دي

زیرک ذهین/ کونړ۱۳۹۳ خرداد ۶, سه‌شنبه

د کونړ ولایت چارواکي وایي چې د ډیورنډ کرښې له ها غاړې پر دغه ولایت باندې له تیرې ورځې راهیسې تر۳۰۰ زیات توغندي توغول شوي دي. د رپوټونو له مخې د توغندیو په تازه بریدونو کې یو تن وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/1C7jJ
انځور: DW

د سیمه ییزو چارواکو په وینا د کونړ ولایت پر شیگل او دانگام ولسوالیو باندې توغندي توغول شوي دي. د دغه ولایت د امنیې قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخیل، ویلي دي چې یوازې د نن سهار څخه د هغه په وینا د پاکستان له خاورې د کونړ په یو شمیر سیمو ۶۵ توغندي ویشتل شوي دي. هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي:

«تیره ورځ ۲۲۸ توغندي توغول شوي دي. په دغو بریدونو کې یو تن شهید شوی او څوارلس تنه ټپیان شوي دي. موږ د استوگنې پر ځایونو د پاکستان نظامي بریدونه غندو.»

سید خیل په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې په دغو بریدونو کې خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه اوښتي دي. د هغه په وینا ۴۶ توغندي پر دانگام ولسوالۍ او پاتې نور یې پر شیگل ولسوالۍ کې لگېدلي دي. زیاته شوې ده چې ټپیان د درملنې له پاره روغتون ته لیږدول شوي دي.

د کونړ د امنیې قوماندان د معلوماتو له مخې د توغندیو بریدونو کورونو ته زیان اړولی دی او یو شمیر څاروي یې هم له منځه وړي دي.

مل پاسوال سیدخیل، داهم ویلي دي چې د بريدونو په اړه يې په تورخم کې د پاکستان، افغانستان او ناټو له درې اړخيز نظامي کمېسيون سره څو څو ځلې خبرې کړي دي، خو تر اوسه يې هېڅ نتيجه نه ده ورکړې. هغه زیاته کړې ده چې دغه موضوع یې د کورنیو چارو له وزارت سره هم شریکه کړې ده.

د دغه بریدونو په پایله کې په شیګل ولسوالۍ کی یوه تن ټپي شوي ماشوم دویچه ویله ته وویل: «زموږ په کلي کې زموږ د خپلوانو په کاله باندې یوه گولۍ ولگیده. موږه لوی او واړه راووتلو چې چاته به یې زیان اړولی وي، چې په دغه وخت کې د پولې د بلې غاړې یوه گوله راغله او موږ ته څیرمه ولگیده. بیا نور په ځان نه یم پوهه شوی.»

د اسعداباد د مرکزي روغتون مشر ډاکټر فاروق له دویچه ویله، سره په خبرو کې ویلي دي چې له يادو ولسواليو ورته شپږ ټپیان د درملنې له پاره وروړل شوي دي. بل لورته د کونړ ولایت اوسیدونکي وایي که دغه بریدونه بند نه شي، نو په پراخو احتجاجونو به لاس پورې کاندې.