1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر کوېټ د عراق د حملې شل کاله وروسته د چاپيريال بد وضعيت

۱۳۸۹ مرداد ۱۱, دوشنبه

پر کوېټ د عراق د حملې نه شل کاله وروسته لا هم د کوېټ چاپېريال ککړ دی. عراقي عسکرو د کوېټ د نيولو پر وخت گڼ شمېر د تيلو څهانو ته اور ور اچولی ؤ.

https://p.dw.com/p/OZvq
عراقي عسکرو د کوېټ 798 د تيلو څهانو ته اور اچولی ؤ
عراقي عسکرو د کوېټ 798 د تيلو څهانو ته اور اچولی ؤانځور: AP

د خليج د لومړۍ جگړې لامل پر کوېټ د عراق لخوا حمله وه. په عراق کي هغه وخت صدام حسين واکمن ؤ چا چي خپل عسکر و کوېټ ته ور ننه ايستل او په غبرگون کي نړۍ وال پوځ پر عراق حمله وکړه. د عراق لخوا پر کوېټ د حملې اصلي وجه د تيلو ځېرمي بلل کيږي. د امريکا په مشرۍ د لوېديځه پوځي ټلوالې لخوا پر عراق بمبارئ عراقی پوځ مجبوره کړی چي کوېټ پريږدي. د وتلو پر وخت عراقي پوځونو د کوېټ و گڼ شمېر د تيلو څهانو ته اور واچوی چي له وجې يې چاپيريال سخت زيانمن کړی.

رضا الحسن یو ساینس پوه دې چې د کوېټ د Kuwait National Focal Point نومي ادارې مشر دی. دا اداره شل کاله د مخه په دې موخه جوړه کړل شوې وه چې په کوېټ د عراق د یرغل په نتیجه کې چاپیریال ته د رسیدلي تاوان د رغونې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. د رضا الحسن په وينا د کوېټ دوې برخي د تيلو د سوځولو له وجې ډيري اغېزمني سوي دي. ده د المان ږغ راډيو و خبريال ته په نقشه کي دغه دوه ځايونه په گوته کړه او وې ويل:

«د صدام حسین حکومت دا خبره په ډاګه وکړه چې که هغوی د کوېټ څخه وشړل شول نو هغوی به هر څه ته اوور واچوي. او هغوی همداسې وکړل. ۷۹۸ د تیلو کویانو ته اور واچول شو. څه موده پس یو څو کویان په خپله ګل شول. خو نورو بیا هماغسې لمبې وهلې. »

هغه تیل چې د تیلو د کویانو څخه را بهیدلې دي هغه نن هم د وړو وړو ‌ډنډونو په شکل په صحرا کې پراته دي. ددې ډنډونو شمیر ۲۴۰۰ ته رسیږي او ژور والی یې ۱۰۰ متره دی. ددې تر څنګ هغه خندقونه هم دي چې د صدام حسین په حکم د سعودي عرب پولې ته نژدې کیندل شوي او بیا د خامو تیلو ډک کړای شوې ول. رضا پدې هکله وايي:

«په دې ډنډونو کې د پرتو تیلو فزیکی او کیمیاوی حالت بیخي بدل شوې دی. هغه مواد چې سپک وول هغه په هوا کې حل شول. اوس یوازې یوو ټینګه څلیښناک لې پاتې دی. »

ملګرو ملتونو کوېټ ته د محیط زیست د بیارغونې لپاره دریو ملیارډو ډالرو د ورکړې ژمنه کړې چې دا پیسې عراق باید ورکړي. اوس شل کاله د عراق د جنګ څخه تیر شول خو د تیلو د پاکولو کوم جدي ګامونه نه دي پورته شوي. رضا الحسن وایې چې د تیلو د پاکولولپاره چې معمول کومې لارې چارې استعمالیږي هغه د خامو تیلو د مینځه وړلو لپاره په کار نه شي اچول کیدلې:

«د کیندنې د ماشین په واسطه تیلو ته کويې کیندل او بیا دا پکې خوندی کول په هغه صورت کې ممکن دی چې د تیلو مقدار کم وي. خو زمونږ ستونزه داده چې په کوېټ کې د اټکل له مخې د ۵۰ څخه تر ۶۰ ملیونو کیوبک مټرو پورې د تیلو زهرجنه خټه یا لې پاتې دې. دا په یو ځای کې ساتل دا معنی لري چې دهغه ځای بیا د هیڅ شي لپاره د ګټې اخستنې جوګه نه پاتیږي. »


ليکونکې: برېښنا صابر / کيونټوپ کارسټن

کتونکی: احمدولي اڅکزی