1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ګوګل له ښځينه کارګرو سره د تبعيض کولو تور لګول شوی

۱۳۹۶ شهریور ۲۵, شنبه

دعوی کوونکي مېرمني تور لګوي چي په دغه شرکت کي ښځي د نارينه و په پرتله د پرمختګ لږ چانسونه لري چي په دې وجه يې هم د ګوګل پر ضد محکمې ته مراجعه کړې ده.

https://p.dw.com/p/2k6U0
Google startet 'right to be forgotten' Formular für Entfernung von Inhalten
انځور: picture-alliance/ROPI/Eidon/Scavuzzo

الفابېټ د اسعارو په بازار کي هغه لوی شرکت دی چي ګوګل يې هم يوه برخه ده. د ګوګل شرکت درو پخوانيو ښځينه کارګرو اوس پر الفابېټ شرکت په محکمه کي دعوی کړې ده.

د درو واړو مېرمنو په دغه مشترکه دعوی کي پر ګوګل تور لګول سوی دی چي «په سيستماتيکه توګه پکښي د ښځينه همکارانو سره د معاش او د کاري پرمختګ په ډګر کي تبعيض کیږي».

د دغو درو مېرمنو وکيلي کېلې دېرمودي، د حقوقي دعوی په استدلال کي ويلي: «ګوګل د ټولې اړونده انډسټري [کاري بخش] په محرک ساتلو او تخنيکي موضوعاتو کي يو نوښتګر او پرمخ بېونکی شرکت دی. خو د خپلو ښځينه همکارانو سره د چلن په ډګر کي لا دغه شرکت ۲۱مي پېړۍ ته نه دی رسېدلی.»

ګوګل: فرق نه کوو

دغه درې مېرمني چي دعوی يې کړې ده، د ګوګل په شرکت کي يې د سافټ وېر جوړونې، د ارتباط ساتنې او د مدیرت په ساحو کي کارونه کړي دي. د ګوګل وياندي جينا سيګليانو د دغو مېرمنو تورونه رد کړي دي. دغې وياندي ويلي چي په ګوګل شرکت کي د پوستونو د ورکړې او د ترفي فيصلې د ځانګړو کمېټو له خوا کيږي چي پکښي دې ته پاملرنه کيږي. وياندي زياته کړې چي دې ته ځانګړې پاملرنه کيږي چي دغه فيصلې داسي وي چي د جنس پر وړاندي مخکني قضاوتونه پکښي ښکیل نه وي.

په عيني حال کي د امريکا متحده ايالاتو د کار وزارت پر دغه موضوع د ګوګل شرکت ته متوجه سوی دی. دغه وزارت په ياد شرکت کي د نارينه و او د ښځينه و د معاشونو جاج اخلي چي ايا تر منځ خو به يې تبعيض نه کيږي. د متحده ايالاتو د اړونده وزارت دغه جاج په ۲۰۱۵ کال کي اخيستل سوی ړړ. هغه وخت دغه وزارت داسي شواهد موندلي ول چي ګوګل شرکت د معاشونو په ترڅ کي د نارينه و او ښځينه و تر منځ فرق کوي.

د ګوګل شرکت په مرکزي دفتر کي چي په کاليفورنيا کي واقع دی، تقريبا ۲۱۰۰۰ کسان کار کوي. د متحده ايالاتو د کار وزارت د معاشونو د جاج اخيستنې وروسته دې نتيجې ته رسېدلی وو چي د هر رطبې د معاش په ډلو کي د کارګرو تر منځ د معاش فرق موجود وو.

نور شرکتونه هم تبعيض کوي

د کار وزارت په نورو «های ټېک» یا د تکنالوژۍ په شرکتونو کي هم د معاشونو دا ډول فرق موندلی وو. دغه وزارت د جنورۍ په مياشت کي د اوراکل پر شرکت دعوی وکړه او تور يې ورباندي ولګوی چي نارينه کارګرو ته د ښځينه کارګرو په پرتله د يو شان کار په بدل کي کمتره معاش ورکوي. اټکل کيږي چي د مايکروسافت او د ټويټر پر شرکت به هم ورته تورونه ولګول سي او ورباندي به دعوی وسې.

د کوال کوم شرکت په يو ځانګړي جوړجاړي سره د نولس نيم ملياردو ډالرو د ادا کولو تفاهم وکړ.

د های ټيک په شرکتونو کي د نارينه او ښځو کارګرو تر منځ په معاش کی فرق نه يوازي د امریکايي شرکتونو يوه ستونزه ده بلکه د غېرتجارتي موڅيلا شرکت د آلمان د څانګې مدیرې کاتارينا بورشرت وايي چي په آلمان کي هم د های ټېک شرکتونه دغه ډول تبعيض کوي. هغه زياتو چي بايد په ټوله نړۍ کي د دا ډول تبعيض مخه ونیوله سي.