1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاګون: افغانستان ته د اکمالاتو بله لار پيداکوو.

۱۳۸۶ آبان ۲۴, پنجشنبه

په پاکستان کي د کړکېچنو سياسي حالاتو له امله د امريکې د متحده ايالتونو د دفاع وزارت په دې هڅه کي دی چي په افغانستان کي د خپلو عسکرو د اکمالاتو له پاره بله لاره پيداکړي.

https://p.dw.com/p/DKCW
دا خبره د پنتاګون وياند سويف مورل کړې ده.
دا خبره د پنتاګون وياند سويف مورل کړې ده.انځور: AP

دا خبره د پنتاګون وياند سويف مورل کړې ده.

په روان وخت کي په افغانستان کي د مېشتو امريکايي عسکرو له پاره اکمالات په سلو کي 75 د پاکستان د لاري کېږي.

وياند داخبره هم روښانه کړې، چي په روان وخت کي د پاکستان په هوايي حريم او د مځکي د لاره د اکمالاتو په رسولو کي کو خنډ نه دی رامنځ ته سوی.