1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاګون: په زرهاو عسکر افغانستان ته لېږو

۱۳۸۶ اسفند ۱۰, جمعه

د امريکا متحده ايالتونه غواړي چي په زرهاو نور عسکر افغانستان ته ولېږي د امريکا د متحده ايالتونو د پوځ لوی درستيز Michael Mullen د پنجشنبې په ورځ ژورنالستانو ته وويل، چي اوس په افغانستان کي درې زره تنه پوځي او پوليسي ښوونکي موجود دي چي دا شمېر ډېر لږ دی. دا نوي عسکر بايد تر ممکينه اندازې پوري ژر تر ژره افغانستان ته ولېږل سي

https://p.dw.com/p/DK6u
د پنتاګون چارواکو ويلي دي چي د عراق څخه به يو شمېر عسکر افغانستان ته ولېږل سي.
د پنتاګون چارواکو ويلي دي چي د عراق څخه به يو شمېر عسکر افغانستان ته ولېږل سي.انځور: AP

ميولن زياته کړه چي په افغانستان کي د تعليم او تربيې چاري تر بل هرڅه د لومړيتوب حق لري. پنتاګون په پام کي لري، چي ددې کار د پاره د عراق څخه عسکر افغانستان ته ولېږي.

د امريکا متحده ايالتونو تيرکال شاوخوا درې زره اضافي عسکر عراق ته ولېږل تر څو په هغه هيواد کي ثوبات راولي. اوس هلته تر يو څه امنيت راوستلو وروسته واشنګټن غواړي، چي خپل عسکر ځني وباسی.

د نژدې ختيځ د پاره د امريکې قومندان William Fallon د نيويارک ټايمس ورځپاڼي د پنجشنبې د ورځي په ګڼه کي ويلي دي چي د عراق د عسکرو څخه بايد يو څو زره ښوونکي بايد د افغانستان د پوځ او پوليسو د روزلو د پاره ولېږل سي.