1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاگون د رمادي د آزادۍ عملياتو پر نوم نيوکه کړې

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۶, چهارشنبه

د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزارت په عراق کي د رمادي ښار د آزادولو له پاره عملياتو پر نوم باندي چي «يا حسين» دئ، نيوکه کړې ده. دوی وايي چي دا د شيعه او سني تر منځ د تاوريخوالي سبب کېدای سي.

https://p.dw.com/p/1FWwG
انځور: M. Sawaf/AFP/Getty Images

د سه شنبې په روځ د امریکا د دفاع وزارت پر عراقي چارواکو باندي د انبار ولايت د مرکز رمادي ښار د آزادۍ عملياتو پر نامه باندي نيوکي وکړې.

پنتاگون وايي چي د عملياتو دغه نوم يو «فرقه يي» حرکت دئ، چي په عراق کي د سنيانو او شيعه گانو ترمنځ تاوتريخوالی ډېرولای سي. د رمادي ښار د آزادولو عملياتو ته د شيعه امامانو يو نوم په داسي حال کي ورکړل سوی چي د دغه ښار نزدې ټول اوسېدونکي سني مذهبه دي.

د پنتاگون وياند ستيو وارن، له خبريالانو سره په خپل اونيز خبري کنفرانس کي ويلي دي چي د عملياتو له پاره د دغه نوم ټاکل د وضعيت په ښه والي کي مرسته نه کوي.

هغه ټينگار کړی دئ چي د امريکا متحدو ايالاتو په نظر پر افراطي ډلي «اسلامي دولت» باندي بريا يوازي په يوه يوموټي عراق سره چي ټول مذهبونه او قومونه پکښې متحد وي امکان لري.

تر دې دمخه په عراق کي د څو ډلو يوه ائتلاف «حشد شعبی» اعلان وکړ چي د رمادي ښار د آزادۍ عملياتو له پاره ئې د «لبيک يا حسين» شعار ټاکلی دئ.

حشد شعبی هغه ائتلاف دئ چي په عراق کي د شيعه گانو له ۶۰ ډلو څخه د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر ضد جوړ سوی دئ. دغه ائتلاف د رمادي ښار د بيرته آزادولو له پاره له عراقي ځواکونو سره په گډه عمليات پيل کړي دي.

د عراق پوځ د رمادي ښار د آزادۍ له پاره له سه شنبې ورځي راهيسي پوځي عمليات پيل کړي دي. دا په داسي حال کي ده چي د امریکا د دفاع وزير اشتون کارتر د تيري يکشنبې په ورځ د عراق پر پوځ باندي نيوکه وکړه چي له داعش څخه د انبار ولايت په بيرته نيولو کي جدي عزم نه دئ ښوولی.

د امريکا د دفاع وزير د عراق پوځ په دې تورن کړی چي تر داعش ښه تجهيزات لري او يو ناڅاپه بې له مقاومته له دغه ولايت څخه پرشا سوی دئ.

خو د عراق لومړي وزير حيدر عبادي ويلي دي چي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» پر ضد مبارزه ئې جدي ده.