1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاگون د ملکي افغانانو د وژنو د تور په اړه نوي څېړني کوي

۱۳۹۴ شهریور ۴, چهارشنبه

امریکا غواړي اوس د هغي قضيې په اړه څېړني وکړي چي دوه نيم کاله دمخه پکښې د امریکا پر ځانگړي ځواک باندي د ډېرو ملکي افغانانو د وژلو تور لگول سوی وو. مړي په وردگو ولايت کي د بهرنيانو اډې ته نژدې پيدا سوي ول.

https://p.dw.com/p/1GLZo
انځور: AFP/Getty Images

د امريکا پوځ د پوښتنو گروېږنو ادارې وياند کريس گرې، د سه شنبې په ورځ په واشنگټن کي وويل چي دوی په دغه قضيه کي د يوه امريکايي پوځي واحد د احتمالي ښکېلتيا په اړه نوي پلټني پيلوي.

دغه نوي پوښتني گروېږني به هغه احتمال وڅېړي چي ويل کيږي په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳م کال کي د وردگو ولايت په نرخ ولسوالۍ کي د ملکي افغانانو په وژنه کي د امريکا د ځانگړي ځواک يو واحد ښکېل وو.

د افغان چارواکو د اټکل له مخي د DOA 3124 په عملياتو کي نژدې ۱۸ ملکي افغانان وژل سوي دي.

د ۲۰۱۳م کال په می مياشت کي يو افغان ژباړونکی په دې تور ونيول سو، چي گويا خپل وطنوال ئې شکنجه کړي او وژلي دي.
امريکايي مجلې «رولينگ سټون» د ۲۰۱۳م کال په نومبر مياشت کي د عيني شاهدانو په حواله داسي يو راپور خپور کړ چي امريکايي ځواکونو د افغانانو شکنجې په خپله ليدلې او څه ئې نه دي ويلي.

دغي موضوع هغه مهال د افغان چارواکو او ايساف ځواکونو ترمنځ سخته خړپړتیا رامنځ ته کړه چي وروسته بیا له دغي سیمي څخه دغه امريکايي پوځي واحد و ايستل سو.

تر هغه وروسته افغان چارواکو وويل چي په دغه سيمه کي هغي پوځی اډې ته نژدې چي بهرنيان پکښې اوسېدل، د لسو وژل سوو ملکي افغانانو جسدونه تر خاورو لاندي موندلي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب