1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاگون په بودجه کښي د بدلون غوښتنه کړې ده

۱۳۹۱ تیر ۱۳, سه‌شنبه

پنتاګون د امریکا له کانګرس څخه غوښتي دي، چي په بودجه کي داسي بدلون راولي، چي دوی وتوانیږي په افغانستان کي خپل ترانسپورتي لګښتونه پوره کړي. د پاکستان د پولي تړل کېدو په افغانستان کي د ناټو ترانسپورتي لګښتونه لوړ کړي دي.

https://p.dw.com/p/15QJN
انځور: picture-alliance/ Photoshot

پنتاګون د کانګرس له دفاعي کمېټې څخه د یو لیک په ترڅ کي غوښتنه کړې ده، چي هغه ۸،۲ میلیارده ډالر چي تر دې مخکي د نورو هدفونو د تمویل له پاره تصویب شوي وه، اوس د نورو مهمو اهدافو د تمویل له پاره ځانگړې کړي.

د پنتاګون ویاند جان کیربي، ویلي دي، چي اوس باید پنتاګون داسي لګښتونه وکړي چي پخوا ئې وړاند وینه نه وه کړې. تر اوسه پوري لا معلومه نه ده چي اوس به کومو پروگرامونو ته پيسې ځانگړي شي.

کیربي ویلي دي، چي د دغو پیسو ډیره برخه به د اوږدې مودې له پاره د پاکستان د سرحد د تړل کیدو له کبله د رامنځ ته شوو لگښتونو تمویل ته ځانگړي شي.

پاکستان د تیر کال د نومبر په میاشت کي هغه وخت د ناټو د کاروانونو پر مخ خپل سرحد وتاړه چي د ناټو په یوه هوايي برید کي ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل شول.

ویل کیږي چي پنتاگون اټکل کړی دئ، چي د پاکستان پر ځای د افغانستان د شمالي سرحد څخه پر اکمالاتو باندي۲،۱ میلیارده ډالر اضافي لگښت راځي.

د پنتاگون په بودجه کي د بدلون راوستلو یو بل عامل په خلیج کي د امریکا د یوې لويي جنگي بېړۍ ځای پر ځای کېدل ښوول سوی دئ.

د سرحد د پرانیستلو نوي هیلي

د رویترز خبري آژانس د یوه پاکستاني چارواکي په حواله د دوشنبې په ورځ لیکلي دي چي کیدای شي امریکا او پاکستان ډير ژر د ناټو پرمخ د پاکستان د پولي د پرانیستلو پر سر یوې موافقې ته سره ورسیږي. دغه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط دغه خبره کړې ده.

ويل کيږي، چي د سه شنبې په ورځ يو شمېر لوړ پوړي پاکستاني چارواکي د ناټو پر مخ د خپلي پولي د پرانيستلو پر سر خبري کوي. تر دې مخکي د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال پاکستان ته تللی وو، چي ددغي موضوع په اړه وږغیږي. یوه بل پاکستاني چارواکي ویلي دي:«اوس شرایط ډیر ښه ښکاري.»

تر دې مخکي هم څو واري داسي اوازې خپرې سوې چي گويا پاکستان به د ناټو د اکمالاتي کتارونو پر مخ خپله لاره پرانيزي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل