1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنجشیر: د واورې ښویدو تر ۱۰۰ زیات کسان وژلي

مسعود جهش «آژانسونه»۱۳۹۳ اسفند ۶, چهارشنبه

د افغان چارواکو په وينا په پنجشیر ولایت کې د واورې ښویدنې له کبله ډیر شمیر کورونو تر واورې لاندې شوي دي. چارواکو تر سلو د زیاتو کسانو د وژل کیدو رپوټونه ورکړي دي. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/1EgyH
انځور: AP

د پنجشیر ولایت چارواکو ویلي دي چې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې د واورې ښویدنې له کبله تر ۱۰۰ زیات کورونه تر واورې لاندې شوي دي. د پنجشیر ولایت د پولیسو مشر عبدالعزیز غیرت، ویلي دي چې د پریان، دره او بازارک ولسوالیو کې کورونه تر واورو لاندې شوي دي.

له طبعي حوادثو سره د ملې مبارزې ادارې مرستیال محمد سلیم سیاس ویلي دي چې د واورې ښویدنې له کبله د وژل شوو کسانو شمیر ۱۰۸ تنو ته رسیدلي دی.

تر دې د مخه د پنجشیر ولایت سرپرست والي له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې چې د واورې ښویدنې له کبله ۸۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او په وینا یې هره شیبه خلک او د ژغورنې ټیمونه د مرگ ژوبلې د شمیر د ډیریدو خبر ورکوي.

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې دغه ولایت ته تلونکې لارې د تیرو دوو ورځو راهیسې د واورې د سخت اورښت له کبله بندې شوې دي. د لارو بندیدل د دې سبب شوی دی چې مرستندویه کارکوونکي په سختي سره دغه سیمې ته ځانونه ورسوي.

د افغانستان په غرنیو سیمو کې د ژمي پر مهال د واورې ښویدو پیښو رامنځته کیدل ډیر معمول دی. تر دې مخکې دافغانستان د شمال په سویلې برخه کې په ۲۰۱۲ کال کې د واورې ښویدو له کبله ۱۴۵ کسان لا درکه شول.

تر دې دمخه محمد اسلم، هم د فرانسې خبري آژانس ته ویلي وو: «زه کولای شم تائید کړم چې په پنجشیر ولایت کې د واورې ښویدو له کبله ۲۲ کسان وژل شوي دي. دغه شمیره کیدای شي چې نوره هم لوړه شي ځکه اوس چارواکی د معلوماتو د راټولولو په حال کې دي.» محمد اسلم زیاته کړه چې شپږ تنه نور کسان په ورته پیښو کې په بامیان او بادغیس ولایتونو کې وژل شوي دي.

خو د پنجشیر والي عبدالرحمان کبیري، بیا د له لومړي سره پیښې د قربانیانو د شمیر لوړیدو په هکله انديښنه ښوولې وه. هغه ویلي وو: «موږ ۳۰۰ کسان د مرستې له پاره راټول کړي دي، خو موږ د ژغورنې د عملیاتو د پرمخ وړلو له پاره کافي تجهیزات په لاس کې نه لرو. خلک د بندو کسانو د راایستلو له پاره له بیلونو او لاسونو څخه کار اخلي.» والي ویلي دي چې تر اوسه پورې ۱۵ ژوندي کسان له واورو څخه را ایستل شوي دي چې په خبره یې ټپيان دي.

په افغانستان کې ډیر وخت ژمی وچ وي خو په تیرو ۴۸ ساعونو کې د دې هیواد په شمالي برخو کې سختې واورې شوې دي. د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو د کابل ځینو برخو کې تر هغه وروسته بریښنا قطعه شوه چې په سالنگ کې د واورې د ښویدو له کبله د برق پایې زیانمنې شوې. د چهارشنبې په ورځ د سالنگ لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې وه.