1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنجشیر

۱۳۹۰ تیر ۹, پنجشنبه

د افغانستان د ځینو برخو د امنيتی چارو د سپارلو لړي به د جولای د میاشتی په لومړی نیټی پیل شي.

https://p.dw.com/p/11myh
پنجشیر
پنجشیرانځور: DW

د پنجشیر ولایت د پلازمینی کابل د شمال ختیځ په لور پروت دی. دغه ولایت د افغانستان په نسبي آرامو ولایتونو کی شمیرل کیږي. د امنیت د مسؤلیت د انتقال بهیر په لومړنی مرحله کی د دغه ولایت د مرکز سربیره د ټولو ولسوالیو د امنیت چاري هم افغان ځواکونو ته سپارل کیږي.

پنجشیر تقریبا 144000 تنه نفوس لري او د دغه ولایت 23.8 سلنه خلک د فقر د کرښی څخه لاندی ژوند تیروي.

د پنجشیر د والي معاون عبدالرحمان کبیري وایی چي په حاضر وخت کی د 820 تنه پولیس په دی ولایت کی د امنیت په ساتلو بوخت دي او د ملی اردو ډیر لږ شمیر سرتیری په دی ولایت کی شتون لري.

هغه وایی پنجشیر د اوو ولایتونو سره ګاونډیتوب لري، چی دغه ولایتونو پنجشیر د ګواښ سره مخامخ کړی په خاصه توګه د نورستان ولایت. نو په دي لحاظ د امنیت د پروسی د انتقال وروسته په دي ولایت کی د امنیت د خوندي ساتلو لپاره لا ډیرو پولیسو ته اړتیا لیدل کیږي.

د کبیري په وینا د پنجشیر ولایت د پریان ولسوالی کومه چي د نورستان د ولایت سره هم سرحده ده یواځی 26 تنه پولیس لری چی د امنیت د ساتلو لپاره ډیر کم دي. هغه وایی د پنجشیر د پی آر ټی په ګروپ کی 35 تنه امریکایی سرتیری شتون لري، چي یواځی د بیا رغونی او ټولنیزو چارو په برخه کی همکاري کوي.