1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنس: د شمالي کوریا په اړه ټول انتخابونه د میز پر سر دي

۱۳۹۶ فروردین ۲۸, دوشنبه

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس، شمالي کوریا ته نزدې په سویلي کوریا کې د امریکايي ځواکونو له یوې اډې څخه لیدنه کړې. هغه ویلي چې د شمالي کوریا پر وړاندې د امریکا «د ستراتیژیکې حوصلې زمانه» پای ته رسیدلې.

https://p.dw.com/p/2bLCS
Südkorea Besuch US Vizepräsident Mike Pence
انځور: Reuters/K. Hong-Ji

مایک پنس، پاسیفیک هیوادونو ته خپل لس ورځیني سفر ته د دوشنبې په ورځ په سویلي کوریا کې د خپل هیواد له یوې پوځي اډې څخه له لیدنې سره دوام ورکړ. دغه اډه د دواړو کوریاګانو له پولې څخه یوازې څو سوه متره لیرې پرته ده. دا په جنوري میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو د مرستیال ولسمشر په توګه د کار تر پیلولو وروسته د کوریا ټاپووزمې ته د مایک پنس لومړی سفر دی.

پنس په دې ترڅ کې له کمپ بونیفاس څخه لیدنه وکړه چې د امریکا متحده ایالاتو په مشري د ملګرو ملتونو پوسته ده. پنس په خپلو خبرو کې د امریکا او سویلي کوریا د اړیکو په مهموالي باندې ټینګار وکړ.

پنس په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ: «ټول امکانات د میز پر سر دي چې د دې هیواد د خلکو ثبات تضمین شي.»

پنس د شمالي کوریا په اړه وویل: «یوه مرحله د ستراتیژیکې حوصلې وه، خو اوس د ستراتیژیکې حوصلې دوره پای ته رسیدلې ده.»

پنس په داسې حال کې سویلي کوریا ته سفر کوي چې د شمالي کوریا او امریکا متحده ایالاتو تر منځ اړیکې ډیرې ترینګلې شوې دي. پنس د امریکا پوځ غړو ته په خپلې وینا کې د شمالي کوریا د توغندي وروستۍ ناکامې آزموینې ته په اشاره سره وویل چې دا یوه «پارونه» ده. د توغندي دغه آزموینه په شمالي کوریا کې د دې هیواد د بنسټ ایښودونکي کیم ایل سونګ، د ۱۰۵مې کلیزې د لمانځنې تر مراسمو وروسته ترسره شوه.

پنس وویل: «د شمال [شمالي کوریا] له خوا د دې سهار پارونه، یو ځل بیا هغه خطرونه په یادوي چې تاسو هره ورځ ورسره مخامخ یاست چې د سویلي کوریا د خلکو د آزادۍ او د نړۍ په دې برخه کې د امریکا دفاع وکړئ.»

پنس د دوشنبې په ورځ د سویلي کوریا له سرپرست ولسمشر سره ویني او د دواړو کوریاګانو له سرحدې سیمې څخه لیدنه کوي. تر سویلي کوریا وروسته پنس جاپان، اندونیزیا او استرالیا ته هم سفر کوي.

شمالي کوریا په وروستیو میاشتو کې د لنډ او منځني واټن ویشتونکو توغندیو آزموینې کړې دي. دې هیواد تر اوسه پورې پنځه اتومي آزموینې هم ترسره کړي. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، ویلي دي چې که د واشنګټن متحدینو د شمالي کوریا د ستونزې په حلولو کې مرسته و نه کړي، نو امریکا به په یوازیتوب دغه کار ترسره کړي.

له ارشیف څخه: