1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنيتا: د کابل په څېر حملې د زغملو نه دي

۱۳۹۰ شهریور ۲۴, پنجشنبه

د امريکا د دفاع وزيرليون پنيتا په يوه پوځي الوتکه کي د سفر پرمهال خبريالانو ته ويلي، چي امريکا به هيڅ وخت دا ونه زغمي، چي په پاکسان کي د ميشتو تروريستي کمپونو څخه دي په افغانستان کي ددوي پر عسکرو بريدونه وسي.

https://p.dw.com/p/12ZTx
د امريکا د دفاع وزير ليون پنيتا
د امريکا د دفاع وزير ليون پنيتاانځور: AP

« دداسي ډلو لخوا لکه حقاني، امريکا به هيڅ وخت دا و نه زغمي چي پر ځواکونو يي يرغل وسي.»

 

پنيتا د کابل شل ساعته جگړي ته چي د امريکا پر سفارت او ناټو ځواکونو د قومندي پرمرکز روانه ول په اشارې سره وويل:

 

« د حقاني شبکه ددي توان لري چي د پاکستان د سرحد څخه د باندي خونړۍ حملي وکړي او بيرته بيا پاکستان ته واوړي دا د زغملو نه ده.»

 

پينيتا ويلي، چي موږ به ټول هغه څه تر سره کو، ترڅو مو د خپلو وگړو او ځواکونو څخه دفاع کړي وي.

 

هغه په دې اړه کومه تبصره ونه کړه چي آيا د امريکا متحده ايالات د کومو پوځي عملياتو پلان لري او که نه. خو اټکل کيږي چي د افغانستان پولي ته څيرمه په دغه سيمه کي به د بي پيلوټه الوتکو بريدونه لا پسي ډير سي.

 

پنيټا خبريالانو ته ويلي: « موږ يو وار بيا د پاکستان څخه غواړو چي د حقاني د ډلي له لوري د داسي بريدونو پرضد عمل وکړي، او موږ په دې برخه کي لږ پرمختګ کړی.»

 

دغه راز د امريکا د دفاع وزير زياته کړې:« زه نه غواړم په دې اړه خبري وکړم چي موږ دغه حملو ته څه رنګه غبرګون ښکاره کوو. خو غواړم تاسو ته  ووايم، چي موږ اجازه نه ورکوو چي دغه رنګه بريدونه دوام پيدا کړي.»

 

د کابل د بريد بريد پړه امريکايي چارواکي د حقاني پر ډلي اچولې، چي په پايله کي يي د پوليسو، ملکي وګړو او بريدګرو په شمول ۲۷ تنه ووژل سول.

 

د پنيتا څرګندوني د اسلام آباد د هغه مخالف په اړه بې صبري منعکس کوي په کوم کي، چي د اسلام آباد څخه غوښتل سوي، چي د حقاني شبکي پر ضد ځمکني عمليات تر سره کړي.

 

د حقاني شبکه د پاکستان په قبايلي سيمو کي فعاله ده او له هغه ځايه په افغانستان کي د دولتي او امريکايي ځواکونو پر ضد خپل فعاليتونه کوي.

 

د امريکا د متحده ايالاتو د څارګري ادارې د مشر په توګه تر ګمارلو وروسته پنيتا د پاکستان په قبايلي سيمو کي د طالب او القاعدي اورپکو د ځبلو لپاره د بې پيلوټه الوتکو بريدونه لا پسي پراخ کړل.

 

د کابل بريد ترمخه د امريکا پوځ د حقاني شبکه په وردګو ولايت کي د امريکايانو پر پوځي مقر په ځانمرګي بريد هم تورنه کړې وه.

 

پنيتا ويلي:« زه د حقاني شبکې له لوري بريدونو انديښمن کړی يم. اول دا چي هغوی خلک وژني. هغوی زموږ پوځيان وژني. دوهم دا چي هغوی په پاکستان کي خپلو خوندي پټنځايونو ته ستنيږي، چي دا د زغمولو وړ نه ده.»

 

د دې پوښتني په جواب کي چي آيا افغان پوځ د امنيت د مسؤليت وړتيا خو تر پوښتني لاندي نه ده، په جواب کي هغه وويل، په ټوله کي د افغان ځواکونوغبرګون ښه وو.

 

خو په عيني وخت کي پاکستاني چارواکو دغه تورونه رد کړي او ويلي يي دي چي د سرحد هغي غاړي ته سوي بريدونو په اړه ښکاره شواهد نسته.

 

اژانسونه/ سيدرياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل