1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنيتا: طالبان مو ځپلي، خو د افغان دولت وړتيا د ډاډ وړ نه ده

۱۳۹۰ شهریور ۱۶, چهارشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير، ليون پنيتا، د سې شنبې په ورځ په يوه مرکه کي ويلي چي د امريکا په مشرۍ ځواکونو طالبان ځپلي خو د افغان دولت وړتيا لا د ډاډ وړ نه ده.

https://p.dw.com/p/12URx
د امريکا ددفاع وزير ليون پنيتا
د امريکا ددفاع وزير ليون پنيتاانځور: AP

هغه د پي بي ايس سره په يوه مرکه ويلي:« دا کال د وسله والو لخوا زموږ تر اټکل کمي حملې وسوې. دهغې علت دا و چي موږ عمليات تر سره کړي او امنيتي تدابير مو پياوړي کړي وو. د طالبانو نفوذ مو هم راکم کړی.»

 

همداراز هغه زياته کړي چي افغان امنيتي ځواکونه هم پياوړي سوي او په ګډه د ناټو سره په جګړه کي بوخت دي. هغه زياتوي چي په دې د خوښۍ احساس کوي چي افغان امنيتي ځواکونو ته د ځينو سيمو د امنيت مسؤليت ورسپارل سوی دی.

 

خو هغه ويلي چي د افغان دولت وړتيا « يوه لويه پوښتنه» ده. هغه په دې اړه انديښنه ښودلې چي ګواکي افغان دولت به د داسي دولتدارۍ وړتيا ولري چي په راتلونکي کي په افغانستان کي ثبات رامنځ ته کړي.

 

خو هغه زياته کړي چي افغان ولسمشر حامد کرزی کوښښ کوي، چي د درغليو او د نورو هغو ننګونو چي د ده دولت ورسره مخامخ دي مخه ونيسي.

 

د امريکا د متحده ايالاتو او افغان ولسمشر حامد کرزي تر منځ اړيکي په تيرو وختونو کي وخت نا وخته ترينګلي شوي دي، او په خاصه توګه کله چي ولسمشر په عام محضر کي پر واشنګټن باندي نيوکي وکړي نو دغه اړيکي لا پسي ترينګلي سوې.

 

د روان کال د اګست مياشت د امريکايي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ مياشت وه، چي په کي لږ تر لږه ۶۹ تنه امريکايي سرتيري ووژل سول. په پام کي ده چي د ۲۰۱۲م کال تر دوبي به له افغانستان څخه شاوخوا ۳۳۰۰۰ امريکايي سرتيري خپل هيواد ته ستانه سي.

 

د ملګرو ملتونو له خوا د خپرو سوو ارقامو پر اساس سږني کال د افغانستان د ولسي وګړو لپاره هم تر ټولو خونړی کال دی، چي يوازي په لمړنيو شپږو مياشتو کي د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کي د تيرو کلونو په نسبت ۱۵سلنه ډير والی راغلی.

 

ليون پينيټا تر دي د مخه د امريکا د متحده ايالاتو د څارګري ادارې، سي آی اې، مشر و.

 

خو په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو د پوځونو قوماندان، جنرال ډيوډ پټريوس، د ليون پنيټا ځای ناستی سو. پټرياس د سې شنبې په ورځ د امريکا د متحده ايالاتو د څارګري ادارې د مشر په توګه لوړه وکړه.

 

هغه په داسي حال کي د دغه څارګري اداري مشري په غاړه واخيسته چي په ۲۰۰۱م کال کي د امريکا پر متحده ايالاتو د شوو بريدونو و لسمي کليزي ته څو ورځي پاتي دي.

 

يو شمير کارپوهان دا انديښنه لري، چي داسي نه، چي سي آي اي د معلومات ټولوونکي او تحليل کوونکي اداري څخه په عمل کوونکي اداري بدله شي. دا پداسي حال کي ده چي ليون پانيټا لا له وړاندي دغه اداره سياسي کړي ده.

 

اوس داسي ويري شته چي د پيټريوس په مشرۍ به دغه اداره لا زياته اوپراتيفي بڼه خپله کړي. که څه هم چي جنرال پيټريوس يو پوځي جنرال دی او د پي ايچ ډي علمي رتبه هم لري. خو د ور سپارل سوي دندي د تحليلي او سياسي برخي په ډگر کي هيڅ تجربه نه لري.

 

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل