1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنيټا: افغانستان څخه بايد ډير امريکايي سرتيري وويستل شي

۱۳۹۰ خرداد ۲۰, جمعه

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت ته کانديد، ليون پنيټا، ويلي چی دی د دي خبري څخه ملاتړ کوي چی په راتلونکي مياشت کی دی د افغانستان څخه ډير شمير امریکایي سرتیري راوويستل شي

https://p.dw.com/p/11YDJ
ليون پنيټا
ليون پنيټاانځور: picture alliance/dpa

دا خبري هغه د امريکا د متحده ايالاتو د سنا د پوځی چارو د کميټي ريس، کارل ليون، ته وکړي. پنيټا ویلی چی افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل بايد په شرايطو پوري وتړل شي.

په داسی حال کی چی پنيټا تل د رابرټ ګيټس ستاينه کوی او وايی چي د ګيټس په پلونو به قدم ګیږدی، خو د هغه دا خبري ښايي د ګيټس د نظر سره چندان همغږي ونلري ځکه ګيټس ويلي ؤ چی د افغانستان څخه بايد په ډير شمير سرتیري ونه ويستل شي.

ګیتس ويلی ؤ چی نړیوالو ځواکونو په افغانستان کی د طالبانو په وړاندی جګړي کی پرمتختکونه کړي او بايد تری نه ساتنه وکړي.

پاکستان کی د اسامه بن لادن د وژنی وروسته امریکایي سناتورانو سره د افغانستان د جګړي په اړه بیلابیل نظرونه پيدا شوي. یو شمير امريکايي سناتوران په دی اند دي چی که امریکایي پوځیان افغانستان څخه په یو وار راووځي په دغه هیواد کی به د نړیوالو ځواکونو لس کلنی لاس ته راوړني له ګواښ سره مخامخ شي.

په همدی حال کی بيا د امریکایي سناتورانو یوه بله ډله په دی اند ده چی د افغانستان جګړه یوه نه ختمیدونکي جګړه ده چی امریکا باید تری ځان وباسی.

پنیټا باید د سناتورانو دغو دواړو ډلو ته قناعت ورکړی او هغوی په دی خبری مطمين کړي چی وروسته له هغی چی امریکایي سرتیري د افغانستان څخه ووځي دغه هیواد به یو ځل بيا د نړيوالو تروريستانو په اډی بدل نه شي.

امریکایي سناتورانو ته خطاب پنیټا ویلی چی که امریکا په افغانستان کی جګړه وبايلي دغه کار به دیري ناوړي پایلي ولري.

«که مونږ په افغانستان کی جګړه وبایلو په دغه کار سره به نه یوازی افغانستان د ترورستانو په اډي بدل شی بلکه نړي به هم د لا ډیرو ګواښونو سره مخامخ شی.»

پنیټا همدا راز ویلی چی که امریکا افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړی نو داسی یو وخت به راشی چی افغانستان په خپلو پښو ودریږی.

دا په داسی حال کی ده چی ولسمشر اوباما به په نږدي راتلونکی کی افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو د وتلو د پلان جزییات اعلان کړی. اوباما به دا خبره روښانه کړی چی د امنیت د انتقال د پروسي په لومړي پړاو کی به څومره امریکایي سرتیري افغانستان څخه ووځی.

اژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: مسعود جهش