1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنځلس زره افغان پولیسو ته د سواد زده کړي ورکولي کيږي

حسین سیرت (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ مهر ۹, سه‌شنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پولیسو له پاره د سواد د زده کړې د پروگرام دویم پړاو پیل کړ چې په ترڅ کې به یې د ۷۰۰۰۰ بې سواده پولیسو له ډلې څخه ۱۵۰۰۰ تنه پولیس د سواد د زده کړې په کورسونو کې گډون وکړي.

https://p.dw.com/p/19sFu
انځور: S.Maria/AFP/GettyImages

د سواد د زده کړې پر دغه پروگرام باندې تر درو میلیونو ډالرو ډیر لگښت راځي چې د جاپان د دولت له خوا د یونسکو د سازمان په مرسته افغان حکومت ته ورکول کیږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت معین ایوب سالنگي، د سه شنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې له خلکو سره د ښې اړیکې ټینگولو په موخه باید پولیس سواد ولري. هغه زیاته کړه: «اوس موږ د پولیس په برخه کې د کمیت پر ځای پر کیفیت باندې ټینگار کوو. موږ اوس د پولیسو د مسلکي کولو په مرحلې کې یو او پر داسې پروگرامونو باندې کار کوي چې په ترڅ کې یې پولیس خلکو ته لا نزدې شي. په اوسنیو شرایطو کې زموږ خلک باسواده او مسکي پولیسو ته اړتیا لري.»

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې بېسوادي د پولیسو د مسلکي کیدو پر وړاندې تر ټولو لویه ننگونه ده. هغوی روښانوي چې په ځینو مواردو کې بې سواده سرتیري د هغو ماموریتونو د سرته رسولو توان نه لري چې ورته ورکول کیږي.

د پولیسو د سواد د زده کړې پروگرام په لومړي پړاو کې ۲۳ تنه پولیس باسواده شوي ول. د دغه پروگرام په دویم پړاو کې به تر راتلونکو دوو کلونو پورې ۱۵ زره تنه نور پولیس هم باسواده شي. د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په حواله تر اوسه پورې د پولیسو د سواد د زده کړې پر بهیر باندې شاوخوا نهه میلیونه ډالر لگښت شوی دی.

په کابل کې د یونسکو مشر پاولو فونتاني، هم د سه شنبې ورځې په کنفرانس کې وویل چې د سواد د زده کړې پروگرام له بشپړیدو سره به پولیس د لیک او لوست وړتیا ولري. هغه ټینگار وکړ چې د پولیسو باسواده کیدل د قانون پر ښه پلي کیدو باندې هم مثبه اغیزه لري. د پلان له مخې به په دغه پروگرام کې ښکیل پولیس د ښوونځي تر دریم ټولگي پورې سواد زده کړي.

د کورنیو چارو وزارت د اداري معنیت سرپرست محمد وکیل اکبري، وویل چې د پولیسو د پوهې د کچې د لوړولو په موخه څو پروگرامونه د پلي کیدو په حال کې دي. هغه همداراز وویل: «د سواد د زده کړې پروگرام نهه میاشتې دوام کوي. خو له دې کبله چې په ځینو مواردو کې پولیس په خپلو دندو مصروف یي نو د هغوی کورس بیا تر یوه کاله پورې هم غځیږي.»

د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي ټینگار وکړ چې پولیس باید خپله اصلي دنده چې د قانون تطبیقول دي، ترسره کړي. هغه وویل چې اوس پولیس د دغې دندې تر څنگ د جگړې په لومړۍ کرښه کې هم جنگیږي. د پولیسو د روزنې کارپوه حبیب الرحمان رحماني، وویل چې داسې لارې چارې هم په پام کې نیول شوې دي چې له مخې یې پولیس د سواد د زدکړې د کورسونو تر بشپړولو وروسته هم د لیک لوست سره په تماس کې پاتې شي. هغه زیاته کړه: «موږ په هیواد کې دننه او بهر د ظرفیت د لوړولو کورسونه جوړ کړي دي. دا دریم ځل دی چې موږ پولیس ترکیې ته استوو. په عین حال کې پخپله افغانستان کې هم د پولیسو د ظرفیت د لوړولو هڅې روانې دي.»

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو له پاره اوونیزې او میاشتینۍ مجلې هم چاپوي چې هدف یې له لیک لوست سره د پولیسو نزدې ساتل دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب