1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پنځلس پاکستاني پناه غوښتونکي سمندري غلو تښتولي»

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۶, سه‌شنبه

د رومانيا سمندري غلو پنځلس پاکستاني پناه غوښتونکو احتمالا تښتولي دي. دغه کسان په غیر قانوني توگه اروپا ته تلل. په تښتول شوو کسانو کې اووه تنه د سوات دي.

https://p.dw.com/p/2d2Cg
Pakistani Entführt
انځور: DW/A. Bacha

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د بیلا بیلو سیمو پنځلس تنه اوسیدونکي اووه میاشتې وړاندي د یوې ښې راتلونکې په لټه کې ترکیې ته ولاړل. دغو کسانو بیا له ترکیې څخه اروپا ته د تللو هڅه کوله چې د رومانيا سمندري غلو وتښتول. په تښتول شوو کسانو کې د سوات د «بره بانډئ» ۲۲ کلن رحمت علي هم شامل دی.

د رحمت علي مشر ورور شاه حسین د دویچه ویله له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي چې سمندري غله په وار وار له دوی څخه د پیسو غوښتنه کوي. د هغه په خبره په برمته شوو کسانو باندي تيری کیږي او آن گوتې یې ورماتې کړي دي. شاه حسین زیاتوي: «زما کشري ورور اروپا ته د تگ ضد کاوه او بالاخره د یوه قاچاقبر په واسطه مو په دغه پنځلس کسیز گروپ کې شامل کړ. زموږ څخه ډیرې پیسې هم واخیستل شوې.»

د سوات سیمې د تښتول شوو اوو کسانو میندو او پلرونو او خپلوانو د دوشنبې په ورځ په سوات کې یو احتجاجي لاریون هم وکړ. د ۲۳ کلن هلال مور چې په دغه احتجاج کې یې گډون کاوه، دویچه ویله ته وویل چې اروپا ته د خپل زوی د استولو له پاره یې له ډيرو خلکو پیسې پور کړې او قاچاقبر ته یې ورکړې: «وروستی ځل چې مې له زوی سره اړیکه ونیوله نو په ترکیه کې وو او نورې پیسې یې غوښتلې. موږ له یو ځای او بل ځای څخه پیسې راټولې کړې او ومو لیږلې.» د هغې په خبره اوس سمندري غله تلیفونه ورته کوي، پیسې غواړي او د زوی د وژلو گواښ ورته کوي.

د برمته شوو کسانو خپلوانو د پاکستان له حکومته غوښتي چې بچي یې وژغوري
انځور: DW/A. Bacha

ویل کیږي چې سمندري غلو احتمالا څه د پاسه یوه اوونۍ دمخه دغه کسان هغه وخت وتښتول چې د سمندرگي له لاري یې ایټالیا ته د تللو هڅه کوله. په دغو کسانو کې شمشیر علي، رحمت علي، گوهر عالم، هلال احمد، عرفان او برکت د سوات دي او باقي پاتې اته نور کسان د خیبر پښتونخوا د بیلابیلو سیمو دي.

د ۲۲ کلن گوهر علي خور له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې د ورور کاروبار یې ښه نه وو، ناهيلی شوی وو او له دې کبله یې اروپا ته تلل غوښتل. هغې د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې له سمندري غلو څخه یې ورور وژغوري.

ویل کیږي چې ترکیې ته د غیر قانوني تگ له پاره انساني قاچاق وړونکي له پاکستانیانو څخه ۱۲۰۰ ډالر اخلي او له ترکیې څخه بیا د وړاندي تگ له پاره څو ځلې باید قاچاقبرانو ته پیسې ورکړل شي.

اصغر علي یو پاکستانی دی چې دا مهال په ترکیه کې دی. هغه وایي: «زه هم ترکیې ته په غیر قانوني توگه راغلی یم. یو کال مې کیږي چې ایټاليا ته د تگ هڅه کوم خو تر اوسه بریالی شوی نه یم.» د هغه په خبره موږ دلته له یوې هیلې سره راځو بیا راته دغسې زرغون باغونه ښوول کیږي، خو حقیقت بیا داسې نه وي.

د برمته شوو کسانو خپلوانو د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د سمندري غلو څخه یې بچي وژغوري، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې هکله څه نه دي ویلي.

عدنان باچا، سوات