1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنیتا: امریکا بايد په افغانستان کي دايمي پوځي حضور ولري

۱۳۹۱ آذر ۱۰, جمعه
https://p.dw.com/p/16tDc

د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیتا، ویلي دي چي متحده ایالات په افغانستان کي تر۲۰۱۴ کال وروسته هم د خپلو سرتېرو ځای پر ځای کولو ته اړتیا لري. دا ځکه چي القاعده اوس هم په دغه هیواد کي موجودیت لري او هڅه کوي، چي خپل نفوذ ټینگ کړي. پنیتا د پنجشنبې په ورځ د امریکا په دفاع وزارت کي د یوه کنفرانس په ترڅ کی وویل، چي امریکا باید په افغانستان کي دایمي حضور ولري ترڅو د القاعدې د بیرته راتگ مخنیوی وکړي. خو ده دا نه دي ویلي چي څونه عسکر به هلته پاته وي.