1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنیتا له خپلو سرتیرو د ښه چلند غوښتنه وکړه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۶, شنبه

د امریکا د دفاع وزیر له خپلو پوځیانو څخه غوښتني دي چې د جگړې په ډگر کي ښه چلند وکړي. د هغه په وینا بې سنجشه انځورونه او اعمال تاوتریخوالي ته لمن وهي.

https://p.dw.com/p/14qSC
انځور: Reuters


د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیټا، د جورجیا د «فورټ بیننگ» په پوځي مرکز کې د سرتیرو یوه ټولگي ته پخپله وینا کې وویل: «په دې ورځو کې یو انځور یواځې څو ثانیې وخت نیسي چې په ناڅاپه توگه په نړیوال سر خط بدل شي.»

د هغه په وینا دغه سرخط د دوی هغه ماموریت چې پرې بوخت دي تر اغیزې لاندې راوستلی شي او نور امریکايي سرتیري له گواښونو سره مخامخولای شي. پنیټا زیاته کړه چې دغه شان انځورونه همداراز د امریکایي سرتیرو مورال اغیزمنولای شي، په نړیواله توگه د هغوی مقام ته زیان رسولای شي او یا هم د هغوی د ژوند په بیه تمامیدای شي.

پنیټا په داسې وخت کې دا خبرې کوي چې متحده ایالات په دې هڅه کې دي چې د یو شمیر امریکايي سرتیرو له خوا د ترسره شوو ناوړه اعمالو د منفي تأثیراتو مخه ونیسي. په وروستیو کې داسې ځینې پېښې رامنځ شوې چې له امله په افغانستان کې ډیر تاوتریخوالی رامنځ ته شو. په بگرام کې د قرآن شریف په گډون د یو شمیر دیني کتابونو سوځول، د امریکایي سرتیرو له خوا مړو ته سپکاوۍ کول او د ملکي کسانو وژل، ټول هغه څه دي چې په افغانستان کې ئې تاوریخوالې لمن وهله او د ډیر شمیر نورو امریکايي سرتیرو ژوند له گواښ سره مخامخ کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د قرآن شریف د سوځیدو له امله له افغان ولسمشر څخه بخښنه وغوښته او له ولسمشر حامد کرزي سره ئې د تیلیفون پر کرښه د ملکي افغانانو د وژل کیدو له کبله خپله خواشیني څرگنده کړه.

د پنیټا په خبره په افغانستان کې نړیوال ماموریت د بریا په حال کې دئ او په روانه میاشت کې به د ځینو نورو ولایتونو د امنیت مسئولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي. هغه زیاته کړه چې د روان دوبي تر پای پورې به د افغانستان د ۸۰ سیمو امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته سپارل شوی وي. خو هغه په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې وسله وال طالبان له هر هغه فرصت څخه کار اخلي چې کولای شي نړیوالو ځواکونو ته زیان ورسوي.

په وروستیو کې د متحده ایالاتو د پوځونو پر انځور یو بل داغ هم پورې شو چې لا تر اوسه ئې په اړه پلټنې روانې دي. د متحده ایالاتو د استختباراتي ځانگړو ځواکونو یوه ډله چې کولمبیا ته د بارک اوباما تر سفر مخکې د امنیتي تدابیرو د نیولو په موخه دغه هیواد ته استول شوي ول ځینې ئې د بد لمنې له رسوایي سره مخامخ دي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش