1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنیټا د پیرو او اورگوایي هیوادونو ته سفر کوي

۱۳۹۱ مهر ۱۴, جمعه
https://p.dw.com/p/16KzE

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیټا به نن د پیرو او اورگوایي د هیوادونو پر لور وخوځیږي. زیاته شوې ده چې په بروکسل کې د ناټو د جگپوړو چارواکو په غونډه کې تر گډون د مخه د پنیټا د سفر موخه د دغه لاتیني امریکا له هیوادونو سره د اړیکو لا پسې پیاوړي کول دي.

د پینټاگون د نشراتو سیکرتر جورج لټل خبریالانو ته ویلي دي چې پنیټا به په لایما کې د دغه هیواد له ولسمشر او د دفاع له وزیر سره وگوري. د پینټاگون په وینا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر به د یکشنبې په ورځ په اروگوایي کې د امریکا د لویې وچې د هیوادونو د دفاع وزیرانو په لسمه سرمشریزه غونډه کې گډون وکړي او د دوشنبې په ورځ به بیا د بروکسل په لور وخوځیږي.