1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنیټا: په افغانستان کي خپل جنگي رول پای ته رسوو

۱۳۹۰ بهمن ۱۳, پنجشنبه

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیټا، ویلي دي چي هیواد به ئې د ۲۰۱۳ کال تر نیمایي وروسته د افغانستان په جگړه کي ډیره ونډه و نه لري.

https://p.dw.com/p/13vHT
پنیټا ویلي دي چي په ۲۰۱۳ کال کي به ئې ځواکو په افغانستان کي خپل جنگي ماموریت پای ته ورسوي
پنیټا ویلي دي چي په ۲۰۱۳ کال کي به ئې ځواکو په افغانستان کي خپل جنگي ماموریت پای ته ورسويانځور: Reuters

ناټو او متحده ایالاتو تر دې مخکي پریکړه کړي وه چي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري به خپل ټول جنگي ځواکونه له افغانستان څخه راوباسي. په پلان کي ده چي تر دغه وخت وروسته به د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

پنیټا د ناټو د دفاع د وزیرانو تر غونډي مخکي په افغانستان کي د خپلو ځواکونو د رول د بدلولو خبره کړې ده.

په پلان کي ده ده چي ناټو به له افغانستان څخه خپل ټول جنگي ځواکونه تر ۲۰۱۴ کال پوري راوباسي.
په پلان کي ده ده چي ناټو به له افغانستان څخه خپل ټول جنگي ځواکونه تر ۲۰۱۴ کال پوري راوباسي.انځور: AP

واشنگټن پوست د پنیټا په حواله لیکلي دي چي امریکا غواړي په ۲۰۱۳ کال کي د افغانستان د امنیت د لیږد بهیر بشپړ کړي. پنیټا هیله څرگنده کړې ده چي د ۲۰۱۳ کال تر نیمایي پوري به دغه بهیر پای ته ورسیږي. هغه ویلي دي چي پاته وخت به په افغانستان کي د امریکایی ځواکونو د رول د بدلولو له پاره وکارول شي.

دا په داسي حال کي ده چي د واشنگټن پوست ورځپاني د یوه بل امریکایي چارواکي په حواله لیکلي دي چي لا تر اوسه پوري هیڅ څه هم روښانه نه دي. دغه چارواکي چي له واشنگټن پوست سره ئې د نوم د نه اخیستلو په شرط خبري کړي دي زیاته کړې ده چي له افغانستان څخه د ځواکونو د راوتلو د څرنگوالي په اړه به د روان کال په مي میاشت کي د ناټو په راتلونکي غونډه کي چي په شیکاگو کي جوړیږي، پریکړه وشي.

پنیټا ویلي دي چي دا چي امریکایي ځواکونه تر وخت مخکي په افغانستان کي خپل جنگي رول کموي د دې معنی نه لري چي ټول امریکايي جنگي ځواکونه به تر ټاکل شوي نیټې مخکي له افغانستان څخه ووځي. هغه زیاته کړې ده چي د ۲۰۱۳ کال له نیمایي وروسته به هم ځیني امریکايي جنگي ځواکونه په افغانستان کي پاته شي او آن په جنگي عملیاتو کي به ونډه ولري.

سرکوزي ویلي دي چي د ناټو نور غړي به هم دې ته وهڅوي چي له افغانستان څخه له وخت مخکي راووځي.
سرکوزي ویلي دي چي د ناټو نور غړي به هم دې ته وهڅوي چي له افغانستان څخه له وخت مخکي راووځي.انځور: dapd

پنيټا په داسي حال کي په افغانستان کي د خپلو ځواکونو د تر وخت مخکي جنگي رول د ختمیدو په اړه خبري کوي چي فرانسی اعلان کړی دئ چي د ۲۰۱۳ کال تر پایه پوري به له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري راوباسي.

فرانسي له هغه وروسته دا پریکړه وکړه چي یو افغان سرتیري د کاپیسا په ولایت کي پر خپلو فرانسوي روزونکوي ډزي وکړی او د هغوی له ډلي څخه ئې څلور کسان ووژل.

د فرانسي ولسمشر همداراز ویلي دي چی د ناټو له نورو غړو څخه به هم وغواړي چي د ۲۰۱۳ کال تر پایه پوری له افغانستان څخه خپل ځواکونه راوباسي.

مسعود جهش (رویترز، فرانس پرس. دویچه ویله)
کتونکی: نجیب الله زیارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب