1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنېټا: د ستراتیژې د بدلون مهال ویش نه دی ټاکل شوی

۱۳۹۰ آبان ۲۸, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر، لیون پنیټا، د جمعې په ورځ وویل چې لا تر اوسه ډیر د وخته دی چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پوځي عملیاتو د پای لپاره یوه نیټه وټاکل شي.

https://p.dw.com/p/13Dgc
د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، لیون پنېټا.
د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، لیون پنېټا.انځور: AP

هغه دغه خبرې وروسته له هغې کړي دي چې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه قوماندان وویل چې کیدای شي د هغه ځواکونه د یوه کال په موده کې په افغانستان کې په پوځي عملیاتو کې ونډه و نه لري.

پنېټا چې په کاناډا کې یې خبرې کولې وویل چې متحده ایالات او نړیوال ځواکونه په دې هڅه کې دي چې په تدریجي ډول افغان ځواکونه ته د پوځي عملیاتو مسؤلیتونه وسپاري. هغه دا خبره روښانه کړې چې د دغه کار لپاره کوم ضرب العجل نه دی ټاکل شوی.

هغه د کاناډا د دفاع وزیر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې نړیواله ځواکونه په افغانستان کې پر سم لوري روان دي. پنېټا زیاته کړه چې نړیواله ټولنه غواړې افغان ځواکونو ته د پوځي عملیاتو ډیر مسؤلیت وسپارې، خو د هغه په وینا دغه کار یوې انتقالې دورې ته اړتیا لري.

تر دې وړاندې د افغانستان په هلمند ولایت کې د امریکا د سمندري ځواکونو قوماندان، جنرال جیمز ایموس، ویلي وو چې هغه تمه لري چې د څو میاشتو په ترڅ کې به د هغه ځواکونه د پوځي عملیاتو پر ځای د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه بوخت وي.

اوس مهال په هلمند ولایت کې څه نا څه ۲۰ امریکايي سمندري ځواکونه میشت دي چې د دغه ولایت امنیتي چارې پر مخ بیایي.

د جنرال ایموس د څرګندونو څخه ښکاري چې متحده ایالات ښایې په راتلونکې کال کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د فعالیتونو په څرنګوالې کې تغیرات راشي. ښایې دغه ځواکونه د راتلونکو کال څخه په پوځي عملیاتو کې کمه ونډه ولري او خپله ډیره توجه د افغان ځواکونو روزني ته واړوي. د دغه کار په پایله کې کیدای شي چې له افغانستان څخه د امریکايې ځواکونو د ژر وتلو لپاره هم لاره هواره شي.

د اوسني پلان له مخې به په افغانستان کې میشت نړیوال ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پای پورې د دغه هیواد ټول امنیتي مسؤلیتونه افغان ځواکونو ته وسپاري.

اوس مهال په افغانستان کې څه نا څه ۱۴۲ زره بهرني ځواکونه میشت دي چې د طالبانو سره پر جګړې او د افغان ځواکونو په روزنه بوخت دي.

په داسې حال کې چې امریکایي پوځي چارواکي په بیړه د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د شمیر د راټیټولو پر ضد دي خو ښایې سپینه ماڼۍ له دغه کار سره ډیره هم غږې نه وي. ولسمشر اوباما خو لا تر مخه د ۲۰۱۲ کال تر دوبې پورې له افغانستان څخه د ۳۳ زره امریکایې سرتیرو د راویستلو امر ورکړی.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض