1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آذربايجان کښي سبا پارلماني انتخابات تر سره کيږي

۱۳۸۹ آبان ۱۵, شنبه

تيلو او ګازو آذربايجان موړ او ثروتمند کی ، خو د سياسي لحاظه دغه هيواد په داخل او خارج کښي د انتقادو سره مخامخ دی

https://p.dw.com/p/Q0dJ
انځور: AP

سبا يکشنبه د آذربايجان پر 5 مليونو مستحقو رايه ورکونو باندي ږغ سوی دی ، چه دهغه دپارلمان په انتخاباتو کښي برخه واخلي ،

د مساوات د ګوند په نامه د مخالف ګوند مشر موسی جمبر انتخاباتو ته خوشبينه دی . سربيره پر دې چه حکومتي ګوند «نوي آذربايجان » ته په ټلويزوني خپرونو کښي د تبليغاتو دپاره ډير چانس ورکول سوی دی ، خو بيا هم دی په انتخاباتو کښي د خپل ګوند چانس ويني ،

«زموږ په جامعه کښي تر يوې اندازې پوري سياسي بې علاقه مندي موجوده ده . ددې خاطره زماد مساوات حزب او ولسي جبهې پر دې موافقه سره کړيده ، چه عامه ذهنيت فعاله کو . موږ ته په انتخاباتي مبارزه کښي معلومه سوه ، چه اکثره خلګ زموږ ملاتړ کوي . دوی د هيواد د وضعيت څخه ناراضي دي ، دوی د واکمانانو څخه ناراضي دي ، دوی تغير غواړي . »

Aserbaidschan Land und Leute in Baku Teppich Laden
انځور: RIA Novosti

آذربايجان چه د قفقاز د جنوب شرق په څنډه کښي پروت دی ، ډير زيات تيل او ګاز لري ، او همدا يې هم د پرله پسې اقتصادي ودي سبب ګرزي . خو د ټولني ډير اقشار د هغه څخه نه مستفيد کيږي او ډير انسانان هم په فقر او غربت کښي ژوند کوي .

پر دغو مشکلاتو باندي د عام سوي رشوت او اختلاس اخيستو ، او همدارنګه سياسي نظام پرابلمونه هم وراضافه کيږي ، چه د ډيره وخته راهيسي د جمهوررييس الهام علي يوف د قبيلې په لاس کښي دی .

خو ناظرين ددې انتظار نلري چه بيله حکومتي ګوند « نوي آذربايجان » څخه دي بل ګوند ډير چانس ولري ، په رسنيو او مطبوعاتو کښي آزاد رپورټران نسته . اپوزيسون هلته هيڅ رول نلري ، او د سياسي جرو بحث څخه دغه هيواد لا ډير ليري دی .

د بې سرحده رپورټرانو د غير حکومتي سازمان څخه انيا ويول د حکومت د مخالفينو په مقابل کي د مخ پر زياتيدونکي زور او فشار څخه خبري کوي ، دی وايي :

« اصلأ موږ نه يوازي په دا وروستيو وختو ، بلکه وروستيو کلو کښي وينو ، چه په آذربايجان کښي په ډير بې رحمانه ډول سره ژورنالسټان نيول کيږي ، او وروسته په عادي پلموسره په کلو کلو بند محکوميږي . موږ په رسنيو کښي سخت کنټرول او سياسي مداخله احساسوو. »

د ګډ کار او امنيت د سازمان OSZE د انتخاباتي ناظرينو د معلوماتو پر اساس د حکومت د مخالفو کانديدانو په ثبتولو کښي ډير مشکلات موجود وه ، او هغوی تهديد سوي دي .

په آذربايجان کښي په وروستيو پارلماني انتخاباتو کښي د 5 مليونو مستحقو رايه ورکونکو څخه فقط 42 فيصدو برخه اخيستې وه ، او که دا پلا تر هغه ډير سي ، نو دا به يوه حيرانوکې خبره وي . انتخابات به تر 1000 اضافه خارجي ناظرين وڅاري ، او د هغه لمړني نتايج به په دوشنبه اعلان سي .

سټيفان/ محمد قاسم نوري

کتونکی : احمد ولي اڅکزی