1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آسترالیا کې پنځه شکمن تندلاري نیول شوي دي

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۴ فروردین ۲۹, شنبه

د آسترالیا په میلبورن ښار کې د سترو تالاشیو په ترڅ کې پولیسو پنځه ځوان شکمن کسان نیولي دي. پر دوو کسانو د بریدونو د پلانولو شک کیږي. ویل شوي دي چې تر هر څه زیات پولیس تر هدف لاندې وو.

https://p.dw.com/p/1FARM
انځور: picture-alliance/dpa/S. Tarr

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د آسترالیا په ستر ښارمیلبورن کې شا او خوا ۲۰۰ پولیسو په دغو تالاشیو کې برخه درلوده چې د ځوانانو د یوې ډلې تروریستي پلانونه شنډ کړي. په دې ترڅ کې پنځه تنه نیول شوي دي. ویل شوي دي چې دوو ۱۸ کلونو ځوانانو په میلبورن ښار کې پر ملي ورځ د اپریل میاشتې پر ۲۵مه نېټه د بریدونو د تر سره کولو پلان لاره. هر کال په دغه ورځ د آسترالیایي او نیوزیلنډي عسکرو یادون کیږي، چې په ۱۹۱۵م کال کې یې د گالیپولي (ننۍ ترکیه) په جگړه کې برخه اخیستې وه.

هغه مهال د آسترالیا او نیوزیلنډ د سرتیرو «آنزاک» دا هڅه ناکامه شوې وه چې له ۶۰۰۰۰ سرتیرو سره دغه نیمه ټاپو ته ځان ورسوي، تر څو د عثماني امپراتورۍ پر ضد وجنگیږي. په دغه ورځ تر ۱۱۰۰۰ زیات آسترالیایي او نیوزیلنډي سرتیري ووژل شول. په ټوله کې د ستراتیژیک لحاظه مهم داردانل تنگي ته څیرمه په دغه جگړه کې تر ۱۰۰ زرو زیات انسانان ووژل شول.

د آسترالیا د امنیتي ادارو په وینا نوو ترهگریزو پلانونو له افراطي ډلې «اسلامي دولت» څخه الهام اخیستی. زیاته شوې ده چې یو بل ۱۸ کلن ځوان د وسلې د لرلو له کبله نیول شوی دی. د استرالیايي چارواکو په وینا دوه نور تنه هم نیول شوي دي چې پولیسو سره په تحقیقاتو کې مرسته کوي.

د ډیری بریدونو شنډیدل

په آسترالیا کې پولیسو د تیر میلادي کال د سپتمبر میاشتې راهیسې د تروریستي بریدونو د خطر درجه لوړه کړې او د پولیسو د خپلو معلوماتو له مخې له هغې راهیسې د ډیر شمیر بریدونو مخه نیول شوي چې په دغه جمله کې د آسترالیا په خاوره کې د سرونو د پریکولو پلان هم شامل دی. زیاته شوې ده چې د ډیر شمیر کسانو پر ضد د اقامې دعوا شوې ده.

په دسمبر میاشت کې یوه ایران الاصله آسترالیایي د سډني ښار په یوه کافې کې په لسگونو کسانو په یرغمل نیونې سره ډار رامنځ ته کړ. هغه ادعا کوله چې د ترهگرې ډلې اسلامي دولت، استازیتوب کوي. دغه ډله تر ټولو زیات په عراق او سوریه کې فعاله ده. پر دغې کافې باندې د هجوم پر مهال دوه برمته نیول شوي کسان او پخپله برمته نیونکی ووژل شول. دغه پیښې په آسترالیا کې په مسلمانانو کې د تندلارې توب د رامنځ ته کیدو په هکله انديښنې راپارولې.

د آسترالیا د ځایي چارواکو د پلټنو له مخې له آسترالیا څخه لږ تر لږه ۱۱۰ کسانو سوریې او عراق ته سفر کړی دی، تر څو له اسلامي دولت، نومې افراطي ډلې سره یو ځای شي. زیاته شوې ده چې له دغې ډلې څخه لږ تر لږه ۳۰ تنه بیرته آسترالیا ته ستانه شوي دي. دوه میاشتې وړاندې د آسترالیا لومړي وزیر ټونې اېبټ په خپل هیواد کې د تندلارو له لوري د خطر د رامنځ ته کیدو په هکله خبرداری ورکړی وو.

په تیرو اوونیو کې په آسترالیا کې د گالیپولي د جگړې د سلمې کلیزې په مناسبت د اسلامي دولت، د جنگیالیو له لوري د بریدونو په هکله انديښنه څرگندیده. څو ورځې تر مخه د آسترالیا امنیتي ځواکونو پر دې لاس پورې کړی دی چې د ۳۳۰ عسکرو یوه قطعه عراق ته واستوي. هغوی به په دغه ځای کې د دوو کلونو له پاره عراقي سرتیري د جهادیستانو لکه اسلامي دولت، ډلې پرضد د جگړې له پاره وروزي. د آسترالیا هوایي او ځانگړي ځواکونه لا تر مخه په دغه سیمه کې فعاله دي.