1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آسترالیا کې چینايي ښځي: مهاجرت ځان خرڅونې ته مجبوره کړو

۱۳۹۵ آبان ۲۶, چهارشنبه

رپوټونه وايي چې انساني قاچاقبرو کابو ۱۵۰ چینايي ښځي آسترالیا ته قاچاق کړي او تر رسیدو وروسته یې ځان پلورنې ته اړ کړي دي. پولیسو د دغو انساني قاچاقبرو شپږ تنه نیولی او دغه پیښه تر څیړنې لاندې ده.

https://p.dw.com/p/2SmiN
Deutschland Österreich Grenze Bayern Flüchtlinge
انځور: Getty Images/AFP/C. Stache

د آسترالیا د پولیسو په حواله انساني قاچاقبرانو آسترالیا ته ۱۵۰ چینايي ښځې انتقال کړي دي او په آسترالیا کې ځان خرڅونې ته مجبوره کړای شوي دي. له دې ډلې میرمنو څخه ځینو یې انساني قاچاقبرانو ته د اروپا د تګ له پاره د هر نفر په سر ۱۰ زره یورو هم ورکړي دي.

د آلمان د خبري آژانس د آسترالیا د چارواکو په حواله ویلي دي چې انساني قاچاقبرانو دغو چینایي ښځو ته ویلي وو چې آسترالیا ته په رسیدو سره به دوی ته د مساج په مرکزونو کې کار پیدا کړي.

د لویر آسترین د پولیسو د ادارې لخوا د نومبر میاشتې په ۱۴ نیټه یوه اعلامیه خپره شوې او پکې ویل شوي چې د دې پیښې د څیړنې په لړ کې تر اوسه پورې شپږ تنه تورن کسان نیول شوي دي. په دې اعلامیه کې د نیول شوو کسانو د هویت په هکله ویل شوي چې دغه کسان د چین هیواد وګړي دي.

د آلمان خبري آژانس د پولیسو په حواله وايي کله چې دغه ښځې د ویانا هوايي ډګر ته ورسیدې، د دوي قاچاقبر د دوی سامان او د سفر اسناد له ځانه سره وړي دي او له دې وروسته د همدې قاچاقبرې ډلې نورو چینايي غړو یادو ښځو ته د مرستې وړاندیز کړی او ورته ویلي يې وو چې دوی ته به د اوسیدو ځای هم برابر کړي.

ویل کیږي چې کله دغه ښځې هوټل ته ورسیدې نو دوی ته معلومه شوه چې دوی باید خپل ځانونه د مهاجرو په توګه ثبت کړي. له دې وروسته بیا دغه میرمنې په ځینو کلبونو کې ځان پلورنې ته اړ کړل شوي دي.

د آسترالیا پولیسو همدا راز ویلي دي چې دغو قاچاقبرانو له دې میرمنو څخه د طبي معاینې او د قانوني اسنادو د لاسته راوړو له امله د هر نفر په سر ۱۰۰۰ یورو نورې  پیسې هم اخیستي. په آسترالیا کې د ځان پلورنې له پاره طبې معاینات او تصدیقونه لازم دی.

د رپوټونو په حواله پولیسو له دې پیښې وروسته څیړنې پیل کړي دي او د پيښې په تړاو لږ تر لږه شپږ تورن کسان نیول شوي دي. پولیس وايي چې د نیول شوو کسانو څخه به د دوی د نورو ملګرو په هکله نور معلومات هم ترلاسه شي.