1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آسيا کي سيلابونو تر 900 څخه زيات کسان وژلي دي

۱۳۸۹ مرداد ۱۰, یکشنبه

تر ټولو څخه زيات تاوانونه د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کي اوښتي دي چيري چي په لکونو انسانان په اوبو کي بند پاته دي او د غذا او چښاک د اوبو نه محرمه پاته دي.

https://p.dw.com/p/OZGd
په خيبر پښتونخوا کي په زرگونو کورونه تر اوبو لاندي سوي دي.
په خيبر پښتونخوا کي په زرگونو کورونه تر اوبو لاندي سوي دي.انځور: AP

دپاکستان په شمال کي د ډيرو سختو سيلابونودراتلو او د ځمکي دښوييدو له امله له 800 نه زيات کسان مړه شويدي . چارواکو دشنبي په ورځ ویلي دي چي په مجموعي ډول تقریبا يو مليونوکسوته ددې سيلابونوله امله تاوان وررسيدلی دی .

د خيبر پښتونخوا دولايت د کورنيو چارو وزير ميا افتخار حسين ويلي دي چي د سختو بارانونو له امله دمړه شويو کسانو شمير له 800 نه جگ سوی دی .ده زیاته کړیده چي دا دخيبر پښتونخوا د ولايت په تاريخ کي له ټولوڅخه سخت سيلاب دی. يوه شپه پخوا يي دمړيو شمير 400 کسه بللي وو. نوموړي وزير ويلي دي چي د سيلاب او دځمکي ښوييدو يو ملیونو کسو ته تاوان رسولی او له 3700 نه ډېر کورونه يي ړنګ کړيدي . دبيکوره شويو کسانو شمير هم مخ په ډيريدو دی . دقبایلو دسيمي په لري پرتو کليو کي 150 کسه ورک دي . دملګرو ملتونو موسسې ويلي دي چي دخيبر پښتونخوا په ولايت کي 45 پلونه هم وران شویدي .ددې ولايت دننه دچارو دوزیر دوينا له مخي ددي ولايت لوی ښار پيښور اوهمدغه ډول سوات، اوشنګله اوبو چار پير کړیدي . ځني سړکونه او دخلکو کروندي سیلاب وړي دي . همدغه ډول دچارواکو دويناله مخي دقراقرم لویه لار چي دچین په لوري غځیدلي ده هم تړل شويده .

د مون سون بارانونه هر کال په سويلي آسيايي هيوادونو کي زيانونه اړوي
د مون سون بارانونه هر کال په سويلي آسيايي هيوادونو کي زيانونه اړويانځور: AP

له هوايي تلويزيوني فلمونو اوعکسونو څخه څرګنديږي چي په سيلاب ځپلو سيمو کي څنګه خلکو په ډيري نا اميدۍ سره ځانونه دخپلوکورو بامونو ته رسولي، او يايی له جګو ځايونو څخه ځانونه ځوړند کړيدي . ډيريو خلکو پداسي حال کي چي خپل ماشومان يی په اوږو کينولي وو، دسیلاب ځپلي سيمي څخه تښتيدلي دي .

دا اف پي دخبری آژانس ديو خبر یال له خبره سره سم په سلهاوو سيلاب ځپلي پيښور ته رسيدلي دي . 25 کلن مقدر خان وايي چي سيلاب يي هرڅه تري وړي دي. ده دري کاله په سعودي عربستان کي سخت کار کړی اوځانته يې يو کمکی دوکان خلاص کړي وو، خو دڅو دقيقو په ترڅ کي سيبلاب تري يووړ.

له ګاونډي هيواد افغانستان څخه د 65 کسو مړيو خبر ورکړ شویدی. د افغانستان د مصیبتونود وخت دمرستي دچارو مشرمتين ادراک دشنبي په ورځ ويلي دي چي داټکل له مخي دهغه هيواد په شمال ختيځ کي 1000 کسوته سخت تاوانونه وررسېدلي دي. خو ددي خطر شته چي دا شمېرلاپسی ډير شي . بچونکي ټيم تراوسه پوري لاهم په داسي کسانوپسي ګرځي، چي اوبو چار پير کړيدي . د ادراک د وينا له مخي له ټولونه زیادتره زیان د کاپيسا ولايت ته چي 31 کسه پکي مړه شويدي رسیدلی دی . خو دلغمان ،کنړ،غزني،ننګرهار،پروان، اودلوګر له ولايتونو څخه هم دمړيو خبر ورکړ شوی دی . افغاني اودناتوعسکر دخلکو ترمنځ خوراکي شيان او درملي ويشي . او ددوی دخپلي وينا له مخي يي د دوو ورځو په ترڅ کي په کنړ او ننګرهار کي دسیلاب ځپلو سيموله 2000 نه ډير کسان بچ کړیدي .

دالمان داتحادي جمهوریت دبهرنيو چارو وزارت پاکستان ته تر يو مليونو يورو پوري دمرستي ژمنه کړيده .

ليکونکې: رحيله اميري/ خبري آژانسونه

کتونکی: احمدولي اڅکزی