1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلماني رسنيو کې د کډوالو انډول

۱۳۸۷ شهریور ۲۲, جمعه

کله چي څوک د المان پر کوڅو انسانانو ته وګوري، په وړکتونونو کي ماشومانو ته وګوري او ښونځيو ته سر ور دننه کړي نو به پوه شي چي المان د کډوالۍ هيواد دی.

https://p.dw.com/p/FGz4
انځور: dpa - Bildfunk

معنا دا چي په المان کي ګڼ شمېر انسانان ژوند کوي چي ريښې يې د نړۍ په بېلا بيلو هيوادونو کي دي. خو ايا د کوڅو او بانډو تر څنګ په مطبوعاتو يا رسنيو کي هم دغه کډوال شتون لري که نه؟ تنقيد کوونکي د دې خبري جواب په نه ورکوي. تنقيد کوونکي وايي چي په رسنيو کي د کډوالو انډول ته سم پام نه دی سوی.

څه کول پکار دي چي د کډوالۍ موضوع ته په الماني رسنيو کي هم پاملرنه وسي؟

دغه پوښتنه د دويچه وېلي د يوې ځانګړي غونډي موضوع ګرځول سوې وه کومه چي د سپتامبر په يولسمه نېټه د المان ږغ راډيو د بون په ودانۍ کي تر سره سوه.

د غونډي په پېل کي يو داسي فلم وښودل سو، چي د الماني تلويزون هغه لومړي نطاقان يې وښودل، چي په اصل کي کډوالان وه. دغه وياندويان بيلي مو او ويچو تورياني نومېدل. يوه المانۍ ايکټره او ويانده کارول کامبپېل وايي چي که څه هم په الماني رسنيو کي داسي ژورنالستان سته، چي کډوال دي خو د دغو ژورنالستانو ، وياندويانواو ايکټرانو شمېر ناانډوله او لاتراوسه کم دی.

مېرمن کامبپېل چي د يوه تورپوستي امريکايي موسيقي جوړونکې لور ده، وايي چي د المان د رسنيو نړۍ يو ستررسنيز ماشين دی. او ښايي چي د ستروالې له وجې هم بعضي ناانډولۍپکې شتون لري. د بېلګي په توګه په تلويزوني سريالونو او فلمونو کي لا تر اوسه د کډوالو کردارونه ډېر کلېشيي وړاندي کيږي. نوموړې وايي:

» طبعا بايد په فلم کي يو سبزي يا سابه خرڅونکی ترکی څوک ښودلای سي، څوک دا هم کولای سي چي يو تور پوستي ايکټر ته د مهاجر رول ورکړل سي، ولي چي دغه شيان په حقيقت کي هم سته. خو زما په آند بايد بل ګام دا وي چي کليشې ليري کړل سي چي ترکی به خامخا سابه پلورونکی وي او تور پوستی به خامخا ناقانونه کډوال وي. موږ بايد په رسنيو کي يو نورماله حالت وښيو چي د کليشو نه پاک وي.«

په آلمان کې کډوال او آلمانان په بيلابيلو برخو کې اوږه په اوږه کار کوي
په آلمان کې کډوال او آلمانان په بيلابيلو برخو کې اوږه په اوږه کار کويانځور: dpa Zentralbild

دغه به يوه اوږده لاره وی. خو د دغه ناانډولۍ په هکله خبرتيا سته او دغه هم منل کيږي چي ناانډولي شتون لري. بعضو الماني رسنيو داسي پروګرامونه جوړ کړي دي په کومو کي چي کډوالو ته ځای ورکول کيږي. د المان يو ستر تلويزون او راډيو شرکت وې ډې اېر WDR د کډوالو لپاره حتا يوه ځانګړې اداره لري، چي ريس يې ګوالتيرو زامبونيني دی. ښاغلی زامبونيني د نورو په مرسته لس کاله وړاندي يوه داسي راډيويي خپرونه جوړه کړه، چي پکښي د کډوالو لپاره کار کېږي. د دغې راډيو نوم اويروپا فنک دی. ښاغلی زامبونيني په خپلو خپرونو کي د کډوالو د ورګډولو په هکله وايي:

» ښايي دغه خبره د بعضو اورېدونکو لپاره د تعجب وړ وي. خو زموږ د راډيو پروګرام هم په لومړي سر کي معلوماتي موخي لري. خو زموږ ټينګار پر هغو موضوعاتو باندي وي چي د کډوالو د کلتور سره تړلې وي. زموږ په راډيو کډوال کولای سي چي خپل نظر څرګند کړي.«

د ايروپا فنک راډيو د ورځي په الماني ژبې خپرونې لري او د ماښام لخوا به اولسو بېلابيلو ژبو خپرونې کوي. ښايي په رسنيو کي د کډوالو ګډون هغه خبره وي چي د وخت د تېرېدو سره د ټولو لپاره عادي سي.