1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

په آلمان کريکټ لوبډله کي افغانان لوبيږي

۱۳۹۵ مهر ۲۳, جمعه

اروپا ته د مهاجرینو له راتګ سره سم، په آلمان کښې د کريکټ لوبه هم مخ پر وده ده. د آلمان د کريکټ ملي لوبډلې لوبغاړې زیاتره د نورو هیوادونو وګړي دي چې افغانان هم پکښې لوبیږي.

https://p.dw.com/p/2RF1W
Cricket Asif Khan mit dem Kapitän von Botswana Akrum Chand
انځور: ICC/Ian Jacobs

په آلمان کښې د افغان او پاکستاني مهاجرو له خوا د کريکټ لوبه د پراخیدو په حال کښې ده او داسې تمه کیږي چې کريکټ به په آلمان کښې لا ډیر پرمختګ وکړي. د کريکټ روان فصل د پای ته رسیدو په حال کښې دی، خو د آلمان د کريکټ فدراسیون مشر براین منتل، وايي چې ۲۰۱۶م کال په ټول هیواد کښې د کريکټ د پراخیدو له پاره ښه کال کوو.

منتل، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د روان کال اوړی زموږ له پاره ډیر حیرانونکی وو. موږ ډیر بریالیتوبونه لرل او ان د کريکټ لوبې له پاره مو تمویلونکي هم پیدا کړل.»

هغه همدا راز وايي چې که د آلمان هره سیمه یاده کړي، امکان لري چې هلته به د کريکټ کلب یا شتون ولري او یا به د رغیدو په حال کښې وي. دا زموږ له پاره خورا ستره لاسته راوړنه ده او امکان لري ډیر ژر به په آلمان کښې د کرکټ او پر افغان مهاجرو یې د اغیزې په هکله د یو مستند فلم د لیدلو شاهدان اوسو.

په ۲۰۱۵م کال کښې آلمان ته اته لکه او ۹۰ زره مهاجرین راغلل چې له دې ډلې تر۴۰ زرو ډیر یې افغانان او پاکستانیان دي. له راتګ سره سم، له دوی څخه زیاتره یې یوه پوښتنه کوله: چیري کولای شم کرکټ وکړم؟

له هغې وروسته چې تیر کال آلمان ته ډېر مهاجر د راتګ په حال کښې ول، په دغه هيواد کښې چي د فوټبال ډیر مینه وال لري، یوازي۱۵۰۰ لوبغاړو په ۷۰ مختلفو ټیمونو کښې د کريکټ لوبې کولې. منتل، وايي چې اوس په ټول آلمان کښې ۵۰۰۰ لوبغاړي په ۲۵۰ لوبډلو او ۱۰۸ کلبونو کښې کريکټ کوي او دا شمیر مخ پر ډیریدو دی.

د آلمان د کرکټ ملي لوبډله چې زیاتره لوبغاړي يې له هندوستان، افغانستان، پاکستان او سریلانکا څخه دي، په دې وروستیو کښې د کريکټ نړیوالې شورا د د دوهمي درجې اروپايي هیوداونو په کتار کښې ځای ورکړ.

منتل، وايي چې د راتلونکي کال له پاره زموږ هدف دا دی چې بیا هم په لومړي پړاو کښې بریالیتوب ترلاسه کړو، چې په دې سره بیا موږ کولای شو د کريکټ په نړیوال لیګ کښې ولوبیږو.

حامد وردګ چې په کابل کښې زیږیدلی او په ۲۰۱۱م کال کښې آلمان ته راغلی په لومړیو کښې نه پوهید چې په آلمان کښې به هم کريکټ کیږي. اوس هغه ددغه هيواد د کريکټ ملي لوبډلي لوبغاړی دی.

وردک د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «کريکټ زما له پاره ډیر څه دی، ځکه زه اوس په داسې هیواد کښې کريکټ کوم چې ما هیڅکله فکر نه کاوه چې دلته به د کريکټ لوبه وشي.»

هغه همدا راز وايی چې ما خپله کورنۍ پریښې او آلمان ته راغلی یم او داسې پلان مې درلود چې یا به هالند او یا هم لندن ته ولاړ شم او هلته به کريکټ وکړم. هغه وايي: «خو دلته په آلمان کښې کريکټ کول او ښه کريکټ کول ما ته ډیره ښه احساس راکوي. زه وياړم چې په نړۍ کې د آلمان استازيتوب کوم.»

وردګ د سپورت له لارې په ټولنه کښې د ادغام یوه ډیره ښه بیلګه ده. دغه ۲۸ کلن په آلماني رواني خبري کوي او په بریمیرهیون کښې ژوند کوي او له یوې ځايي دولتي ادارې سره د کډوالو له پاره د ژباړونکي په توګه هم کار کوي.

هغه له کرکټ سره ډیره علاقه لري، خو آلمان ته د خپلې معشوقې له پاره راغلی وو، څو واده او گډ ژوند ورسره وکړي. هغه وايي، له دې لوبې سره د ډیرې میني له کبله، ما دلته په المان کښې کريکټ هم وموند.

حامد وردګ چې په ۱۹۸۸م کال کښې په کابل کښې زیږیدلی، د کورنیو جګړو له امله په ۱۹۹۱ میلادې کال کښې د پاکستان پیښور ښار ته مهاجر شو. د هغه یو ورور په افغانستان کښې وژل شوی او پلار یې د سرطان ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او اوس یې یوازې مور او دوه کوچني وروڼه په افغانستان کښې پاتې دي. هغه وايي: «زه په اونۍ کښې یووار له خپلې کورنۍ سره خبري کوم او حالات هلته ډیر خراب دي.»

وردګ زیاتوي چې ما تقریباْ خپل ټول ژوند په مهاجرت کښې تیر کړی، خو د آلمان په شان بل هيځای ماته دومره هرکلی نه دی ويل شوی.