1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي اوس هم کوچنيان د زورزياتي قربانيان دي

ولفگنگ ديک۱۳۹۴ اردیبهشت ۳۰, چهارشنبه

په آلمان کي اوس هم کوچنيان د زورزياتيو قربانيان دي. په دغه هيواد کي نوي شمېرې ښيي چي د کوچنيانو د مرگ، شکنجې، جنسي زوروني او يا ئې د خيال نه ساتلو پيښي تر نورو وختونو ډيري سوي دي.

https://p.dw.com/p/1FT6W
Symbolbild Gewalt in der Erziehung
انځور: Fotolia/Herby ( Herbert ) Me

د هغو کوچنيانو چي له زورزياتي سره مخامخ سوي دي ډيری ئې شپږ کلنۍ ته لا نه دي رسېدلي، خو په سوکانو، لغتو او نورو شيانو وهل کيږي.

په ۲۰۱۴م کال کي، هره اونۍ په آلمان کي دوه کوچنيان د زورزياتي يا نه پاملرني له کبله وژل سوي دي. دغه راز له ۱۴۳۹۵ کوچنيانو سره جنسي زورزياتی سوی.

خو دا يوازي هغه شمېرې دي چي د آلمان له جنايي ادارې سره ثبت سوي دي. په حقيقت کي پيښي تر دې ډيري دي، هغه پيښي چي کوچنی په لغته يا چپلاخه وهل سوی پټي پاتيږي.

له کوچنيانو سره د زورزياتي په برخه کي د آلمان د جنايي ادارې له خوا د خپاره سوي راپور سره سم د دغه هيواد د کوچنيانو د ساتني د ملاتړ ټولني مشر راينر بيکر، ويلي دي چي دوی له داسي غمجنو پيښو څخه خبر سوي دي چي د منلو نه دي، د بېلگې په توگه یو کوچنی ټوله شپه په يخو اوبو کي کښېناستلو ته اړ سوی دی.

له کوچني سره مينه نه کول، په زېرخانو کي ډېر وخت بندي کول، نا مناسبه تغذيه، ډېر وخت يوازي پرېښوول په جنايي جرمنو کي نه راځي، خو ډاکټران دغه ډول کړني هم له کوچنيانو سره زورزياتی بولي.

د کارپوهانو په اند په آلمان کي له هغو کوچنيانو سره د مور يا پلار له خوا زور زياتی کيږي چي معيوب وي يا ډير وخت ناروغ وي او يا کورنۍ ئې اقتصادي ستونزي ولري او يا د مېړه او ماينې ترمنځ ستونزي وي.

په آلمان کي د کوچنيانو او ځوانانو د محافظت له پاره ډېر قوانين صادر سوي او پراخ سوي دي. خو په لومړي وار په ۲۰۰۰م کال کي د «زورزياتي پرته زوروني» حق په قانون کي قيد کړل سو او دغه راز د «پلار له پاره د مجازاتو حق» چي لا د تيري ميلادي پېړۍ تر پايه پوري موجود وو، د تل له پاره له منځه يووړل سو.

د۱۹۹۰مي لسيزي په پای کي له کوچنيانو او ځوانانو سره د مرستي قانون د هغوی د ډېري پالني له پاره لاره اواره کړه.

Symbolbild Kindesmissbrauch Missbrauch sexuelle Gewalt
انځور: Fotolia/pegbes