1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي به د پيلوټانو اعتصاب دوام وکړي

۱۳۹۴ شهریور ۱۷, سه‌شنبه

د لوفت هانزا هوایي شرکت پيلوټان د چهارشنبې په ورځ هم خپل اعتصاب ته ادامه ورکوي. د سه شنبې په ورځ د اعتصاب له کبله لیري او نزدې الوتني اغېزمني شوې. همداشان په روانه اوونۍ کې د اعتصاب غځیدل نه دي رد شوي.

https://p.dw.com/p/1GT56
Lufthansa Streik
انځور: picture-alliance/dpa

د پيلوټانو د «کاکپیټ اتحادیه» تسلیمدونکي نه ده. دا له تیر کال راهیسې د هغوی ۱۳ اعتصاب دی خو دا ځل به د یوې ورځي پر ځای لږ تر لږه دوې ورځې دوام وکړي. پر دې سربیره دغه اعتصاب د جرمن وینگز، ټولي الوتنې هم په بر کې نیسي چې په پام کې وه د لوفت هانزا د هوایي شرکت ځای ونیسي. جرمن وینگز د لوفت هانزا یو فرعي شرکت دی.

لکه څرنگه چې دغه شرکت ویلي دي، د سه شنبې په ورځ د آلمان له سترو هوایي ډگرونو فرانکفورت، مونش او دوسلدورف څخه ۸۴ پروازونه لغو کړل شوي دي. په اصل کې د سه شنبې د ورځې له پاره په ټوله کې د مسافرو ۱۵۰۰ الوتني په پام کې نیول شوې وې چې ۱۷۰ یې د لیرې واټن دي.

د لوفت هانزا هوایي شرکت ویلي دي چې د زیات شمیر داوطلبو پیلوټانو په واسطه کیدای شي د قارو تر منځ له نیمایي څخه زیات ۹۰ الوتنې تر سره شي. د شرکت په وینا همداشان اووه ترانسپورتي الوتنې به د داوطلبو پیلوټانو په مرسته وشي.

د فرانکفورټ په هوايي ډگر کې چوپتیا

د لوفت هانزا د هوایي شرکت له خوا د اعتصاب له کبله د سه شنبې په سهار د فرانکفورت په هوايي ډگر کې چوپتیا وه. که څه هم دغه هوایي شرکت په ترمینل کې ډیر خدماتي پرسونل پر دندو گمارلی وو خو داسي لږ مسافر لیدل کیدل چې هغوی دې د الوتنو له لغو کیدو څخه بې خبره وي.

په ټوله کې د سه شبنې په ورځ د پيلوټانو له اعتصاب څخه ۲۰۰۰۰ مسافر اغیزمن شول. د دغو کسانو له ډلې څخه ۱۰۸۰۰ کسانو ته د لنډ تلیفوني پیغام او بریښنا لیکونو له لاري خبر ورکړل شوی وو.

د چهارشنبې په ورځ د لوفت هانزا هوایي شرکت د الوتنو پر یوه ځانگړي پلان باندې کار کوي، چې د یوه ویاند د معلوماتو له مخې ښایي د سه شنبې تر ماسپیښنه بشپړ شي. د چهارشنبې د ورځې له پاره په ۱۵۲۰ الوتنو کې ۱۸۰۰۰ کسانو ځایونه ریزرف کړي دي.

د لوفت هانزا او اتحادیې تر منځ شخړه ییز ټکي

د پیلوټانو د «کاکپيټ اتحادیې» پر لوفت هانزا باندي بیا تور لگولی دی چې الوتکې په نورو هیوادونو کې ثبتوي او په دې ترتیب سره کار ځایونه په بهرنیو شرکتونو کې د الزامې لایحې پرته رعایت کیږي.

دغه اتحادیه زیاتوي، د دې پر ځای چې د لوفت هانزا شرکت له دغو اقداماتو څخه «لږ تر لږه د مذاکراتو پر مهال لاس واخلي» د دغه شرکت مدیرت «له تعرفې څخه تیښتې ته په تهجامي ډول ادامه ورکړې او له یوې حل لاري څخه ډډه کوي چې د شرکت، ټولو کارکوونکو او مسافرو په تاوان تمامیږي.»

که څه هم دعوا د ارزانو الوتنو پر سر ده، خو دغه ستونزه د تعرفو په تنظیمولو سره نه حلیږي. د تعرفو په چوکاټ کې د اختلاف وړ موضوعات د معاشونو او تقاعد پر وړاندي دي چې لوفت هانزا هغه لغوه کړل.

د ۲۰۱۴م کال په پیل کې په دوې جلا رایې اچونه کې پیلوټانو په دې برخه کې د مبارزې له پاره په اکثریت سره رایې ورکړه. تر هغې وروسته تر اوسه څو وارې اعتصابونه شوي دي.