1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي به په خاصو امنتي تدابيرو لاس پوري نسي.

۱۳۸۶ آبان ۳۰, چهارشنبه

د نړيوالي اسلامي خبري رسنيو د جبهې په نامه د آلمان او اطريش پرضدد هغه ويډيوي فلم خپرول به چي پکښي په دواړو هيوادونوکي د ترورستي حملو د ترسره کولو ګواښ سوي په آلمان کي به په امنيتي وضعه کي څه بدلون رانه ولي.

https://p.dw.com/p/DKGt
د آلمان د پوليسو د جنايي ادارې BKA مشر Joerg Ziercke ويلي دي
د آلمان د پوليسو د جنايي ادارې BKA مشر Joerg Ziercke ويلي ديانځور: AP

د آلمان د پوليسو د جنايي ادارې BKA مشر Joerg Ziercke ويلي دي آلمان به ددغه ويډيوي فلم په خپرولو سره ډير امنيتي تدابير و نه نسي.

د جرمني د کورنيو چارو وزير ولف ګانګ شايبله هم ويلي، چي موږ بايد بيداره و اوسو خو د خاصو امنيتي تدابيرو د نيولو له پاره کومه اړه نه سته.

د نړيوالي اسلامي خبري رسنيو د جبهې په نامه د تندلارو اسلامي ډلو لخوا په خپاره سوي فلم کي ويل سوي دي، چي تراوسه په آلمان او اوطريش کي د ترورستي حملو څخه ډډه سوې، او داهم ويل سوي، چي د افغانستان څخه دی آلماني عسکر وايستل سي.