1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي دبهرنيانو سره دکرکي دپاره هيڅ ځای نسته

۱۳۸۸ تیر ۲۳, سه‌شنبه

د جرمني حکومت دايران دولسمشر محمود احمدي نژاد هغه تورونه رد کړيدي ،چي په آلمان کي يې ديوې مصرۍ ميرمني دوژل کيدلو دپيښي په اړوند پر جرمني لګولي دي ...

https://p.dw.com/p/Ip1y
انځور: AP

په برلين کي حکومتي وياند Ulrich Wilhelm وايي چي په جرمني کي نه دخارجيانو او نه داسلام سره ددښمنيو دپاره ځای سته . او بيا دآلمان دحکومت وياند داخبره هم کړې چي مونږ دغه راز اعمال هر چيري چي وي په کلکه سره غندو .

دهمدې رواني مياشتي په پيل کي دمروا ال شربيني په نامه يوې 31 کلنه مصرۍ ميرمن د جرمني ددريزدن دښار ديوې محکمۍ په سالون کي ديوه روسي ټبره آلماني لخوا په چاقو سره وژل شوې وه، او قاتل ددغي ميرمني دوژلو انګيزه دخارجيانوپه مقابل کي دکرکي لرل بللي وه .

په اصطلا يو بام او دوې هواوي

داير ان ددولت مشر محمود احمدي نژاد دملګرو ملتونو دټولني څخه ددې غوښتنه کړي وه چي دمصرۍ ميرمني دوژل کيدلو دپيښي له کبله بايد د جرمني پر ضد په جزايي اقداماتو لاس پوري شي . احمدي نژاد وايي چي په لويديځو هيوادونو کي دبشر دحقونو څخه ددفاع په مساله کي دبيلا بيلو معيارونو څخه کار اخيستل کيږي . او که داسي نه وای نو ولي دامريکي دمتحده ايالتونو ددولت مشر بارک اوباما يا دملګرو ملتونو دټولني لوی مُنشي بان کي مون يا دلويديځو هيوادونو نوروسياست والو په جرمني کي دوژل شوي مصرۍ ميرمني په هکله هيڅ خوله نده ښورولې .

دموضوع اړه په عدلي څانګي پوري

د جرمني دحکومت وياند اولريش ويلهيلم وايي چي مونږ له موضوع څخه خبر سوو، خو دغه موضوع په عدلي څانګي پوري اړه درلودل . او څوک چي په جرمني کي په داسي جنايي اعمالو لاس پوري کوي ،نو هغه دقانون منګلو ته سپارل کيږي او خپله قانوني سزا ويني . خو زه داخبره ديادوني وړ بولم چي په آلمان کي داسي يوه فضا نسته چي دغه راز پيښو ته لمن ووهل شي . او دلته په جرمني کي دټولو مسؤلو چارواکو له خوا هرډول لازم اقدامات شوي ، تر څو دداسي جنايي اعمالو دپاره يوه مناسبه فضا رامنځ ته نسي ،او بيا د جرمني دحکومت وياند ويلهلم داهم وايي چي دآلمان حکومت دغه جنايي عمل په شدت سره غندلی دی .

دا دمصر دسفارت دنده بلل کيږي

دجرمني دبهرنيو چارو وزارت دوژل شوي مصري ميرمني پلار دانيوکه هم چي ولي دآلمان دبهرنيو چارو وزارت دوژل شوي ميرمني کورنۍ ته دپيښي څخه خبر ندی ورکړی، ردوي .او وايي چي داموضوع په جرمني کي دمصر په سفارت پوري اړه لري . او دالمان دبهرنيو چارو وزارت دمصر دسفارت سره په موضوع کي تر پايه پوري په تماس کي ؤ .

دا خبره هم ديادوني وړ ده چي په قاهره کي د جرمني سفارت دوژل سوي ميرمني دکورنۍ سره تماس نيولی او هغوی ته يې دپيښي په هکله دالمان دحکومت دتسليت پيغام رسولی دی .

Deutschland Justiz Jugendkriminalität
انځور: AP

31 کلنه مصرۍ ميرمن مروا ال شربيني دجولای دمياشتي پر لمړۍ نيټه ددريزدن دښاريوې محکمي ته دشاهدي په توګه رابلل شوې وه . دمحکمې په جريان کي يو28 کلن روسي ټبره آلمانی راپورته کيږي او دغه ميرمن چي يو درې کلن ماشوم هم ورسره ؤ ، په چاقو سره وهي او دومره سخته ژوبليږي چي وروسته يې ساه خيجي .

دڅارنوالۍ په عقيده قاتل داکار ځکه کړی دی چي ده د خارجيانو څخه کرکه درلودل . دغه ميرمن چي اميدواره هم وه له دغه روسي ټبره آلماني څخه له دې امله شکايت کړی ؤ،چي ددريزدن دښار دماشومانو په يوه لوبځای کي يې دغي ميرمني ته ښکنځل او اهانت کړی ؤ .

کيسل/ فضلي

کتونکي : محمد قاسم نوري