په آلمان کي د بدن غړو د پيوندولو پر سر جنجال
۱۳۹۱ دی ۱۴, پنجشنبهاعلان
د جرمني د لایپزیک په پوهنتوني روغتون کي د بدن د غړو د ورکولو د موضوع تر رسوایی وروسته د بدن دغړو پیوندولو د مرکزو د تړلو خبره راپورته سوې ده. د جرمني د مریضانو د ساتني او حمایې د مؤسسې رئیس اویګین بریش د بیلډ آلمانۍ ورځپاڼي ته ويلي دي، چي موږ باید همدا سږکال لا نیمايی دغه مرکزونه وتړو، چي د بې ځایه سیالیو مخنیوی وکړو. له دغه پیشنهاد سره د جرمني د ډاکټرانو د اتحادیې مشر، فرانک اولریش مونټ ګومري هم ملګری سوی دی. د لایپزیک په پوهنتوني روغتون کي ډاکټرانو ډیرو مریضانو ته غلط معلومات ورکړي وه، چي دوی د اینې ورکولو له پاره تیاری وښيي.