1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د بې پيلوټو الوتکو په اړه بحثونه

احمد ولي اڅکزی (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۱, چهارشنبه

په آلمان کي د يورو هاک په نوم د بې پيلوټه الوتکو پروژې سياسي بحث راپورته کړی دی. دغه پروژه په دې وروستيو کي د دغه هيواد د دفاع وزارت له خوا رد سوې ده. د دغي پروژې د ستونزي په اړه تر مخه لا معلومات موجود ول.

https://p.dw.com/p/18cAh
Eine "Euro Hawk"-Drohne der Bundeswehr steht am Mittwoch (12.10.11) in Manching in einem Hangar der Wehrtechnischen Dienststelle der Bundeswehr. Die unbemannte "Euro Hawk"-Drohne, die am Mittwoch bei einem Roll Out einem ausgewaehlten Publikum vorgefuehrt wurde, soll als Aufklaerungsdrohne bei der Bundeswehr, vor allem in Afghanistan, eingesetzt werden. Beim Bau beteiligt waren die Firmen Northrop Gumman, Cassidian und EADS. Mit einer Spannweite von rund vierzig Metern und einem Gewicht von rund fuenfzehn Tonnen hat die Drohne eine Reichweite von 25.000 Kilometern und kann bis zu einer Hoehe von 20.000 Metern fliegen. Foto: Lennart Preiss/dapd
Drohne Drohnen Unbemanntes Flugzeug Bundeswehr Deutschland Euro Hawkانځور: dapd

د تېر کال په ډسمبر مياشت کي لا آلماني مسئولينو د يوروهاک پروژې په هکله خوشبيني ښووله. دوی په نوموړې مياشت کي وويل چي د څارگرې بېپلوټه الوتکي يوروهاک پروژه د پرمختگ داسي پړاو ته داخله سوې ده چي په هوايي ماموریتونو کي د نوموړي الوتکي مشروطه برخي اخیستو ته اجازه ورکوي. دا خبره دکاناډا په مونټريال کي د نړۍ والو هوايي سفر د شرکتونو د ټولنې په يوه غونډه کي د المان پلاوي وکړه.

خو درې مياشتي لا نه وې تيري سوي چي د آلمان د دفاع وزارت معین توماس کاس نېدي پارلمان د يوې پوښتنې په ځواب کي داسي وليکل:

«اوس پر دې غور کيږي چي آيا د الوتني د اجازې د ترلاسه کولو د مشکلاتو پسمنظر ته په کتو سره د يوروهاک پروژی د کار دوام د توجه وړ دی.»

همدا وو چي په روانه مېلادي مياشت کي د آلمان د دفاع وزير توماس ديميزير د آلمان فډرالي شورا ته د وينا پر وخت اعلان وکړ، چي د يوروهاک پروژې په هکله به په پوره ځیرتیا سره غور وشي. هغه د دغو بې پیلوته الوتکو تخنیکي ستونزو ته په اشارې سره وویل:

«که په نوی مدل کي ستونزه رامنځ ته شي، چي اوس موږ ورباندي بحث کوو، په لومړی سر کي به د دغي ستونزي د لیري کولو زیار وایستل شي. که چیري دا ستونزه په سمه توګه حل نه شوه، او لګښتونه له کنترول څخه ووځي، بیا نو موږ له دغی پروژې څخه لاس اخلو او په راتلونکې کي هم.»

د يورو هاک پروژه تر هغه وروسته ودرول سوه چي تر مخه لا ورباندي د ۶۰۰ ميليونو يورو مصارف راغلي ول.

د راپورونو پر اساس دا پرېکړه له هغه وروسته وسوه، کله چي د اروپا د هوایي چارو ادارې وويل چي د يوروهاک نومي آلمانۍ بې پيلوټه الوتکو ته به اجازه ورنه کړي چي د هستوګڼو پر سيمو پرواز وکړي. د دې وجه دا بلل سوې وه چي دغه بې پيلوټه الوتکه داسي اجازه ليک لرونکی سيسټم نه لري چي د نورو الوتکو سره د ممکنه ټکر مخه ونيسي.

دا هغه ستونزه ده چي له ډېر پخوا څخه لا معلومه وه. پر دغه پروژه تقريباً ۱۳کاله ترمخه کار پېل سوی وو. په ۲۰۰۴مېلادي کال د اروپا د هوايي الوتنو د چارو ادارې خبرداری ورکړی دی چي د يورو هاک بې پيلوټه الوتکي په زياته بيا د کښته کېدو او پورته کېدو پر وخت د ټکر ضد سيسټمونو ته اړتيا لري.

که څه هم چي دغه الوتکه د ۲۰زرو مترو په ارتفا کي الوزي چي د عامو مسافر وړونکو الوتکو څخه دوه چنده زيات هسکوالی دی، خو د ناستي او د مځکي څخه د پورته کېدو پر وخت د ټکرونو د رامنځ ته کېدو له گواښ څخه خبرداری ورکول سوی وو.

دا چي د يورو هاک د ستونزو په هکله تر مخه لا معلومات او خبرتياوي موجودي وې خو دغه پروژه ونه درول سوه، اوس د دې سبب گرځي چي د آلمان د دفاع وزارت تر سياسي فشار لاندي راغلی دی چي ۶۰۰ ميليونو يورو يې پر داسي يوې پروژې مصرف کړي دي چي نتيجه ئې نه ده ورکړې.