1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د جنسي جرمونو نوی قانون تصويب سو

دويچه ويله فارسي۱۳۹۵ تیر ۱۸, جمعه

د آلمان پارلمان په دغه هيواد کي د جنسي جرمونو نوی قانون تصويب کړ. په دغه قانون کي پر يوې جملې «نه يعنی نه» باندي ټينگار سوی دی. نوی قانون د جنسي اړيکو په برخه کي د سړي پر اختيار باندي ټينگار کوي.

https://p.dw.com/p/1JLk9
انځور: pictue-alliance/dpa/I.Kjer

په آلمان کي د جنسي جرمونو په اړه نوی قانون پر يوه عبارت: «نه يعنی نه» باندي استوار دئ. د آلمان پارلمان استازو له دغه قانونه سره هم نظره موافقه کړې ده، چي تر دې وروسته هر ډول جنسي اړيکي چي د يوه کس د ميل خلاف له هغه سره کیږي، جنسي تېری بلل کیږي.

د دغه نوي قانون له مخي چي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جولای ۷مه) تصويب سو، هغه وخت چي يو څوک په کلام يا خپلو حرکتونو سره دا ښيي چي جنسي اړيکو ته تيار نه دی او مقابل اړخ بې له دې چي د هغه تمايل په پام کي ونيسي او غواړي له هغه سره جنسي اړيکي ولري، کيدای سي چي جنسي تيری وبلل سي.

«نه يعنی نه»

د آلمان په پارلمان «بوندس تاگ» کي د مسيحي ديموکرات او سوسيال مسيحي اتحاد گوندونو د حقوقو کارپوهي اليزابت وينکل ماير، د دغه قانون په اړه تر رای ورکولو دمخه وويل: «هر هغه څوک چي دا وښيي چي جنسي اړيکو ته تمايل نه لري، تر دې وروسته ئې د قانون دغه ماده ملاتړ کوي.» د حقوقو دغي کارپوهي زياته کړه تر دې وروسته «نه يعنی نه».

د سوسيال ديموکراتانو استازي اوا هوگل، هم پر دې باندي ټينگار وکړ، چي تر دې وروسته به هغه څوک هم ډېر مجازات سي چي جنسي آزار کوي.

د آلمان په پارلمان کي د کيڼ اړخه گوند استازي کورنليا مورينگ، پر دې خبره باندي ټينگار وکړ چي د دغه قانون په تصويب کي بهرنيان پړه نه دي، بلکي «ډېر جنسي تيری کوونکي د قربانيانو نژدې خپلوان دي.»

د رسمي معلوماتو له مخي چي له شکايتونو څخه ترلاسه سوي دي، په سلو کي يوازي لس جنسي تيري د بېگانه وو له خوا سوي دي او د خپلوانو د جنسي تيري شمېر تر دې ډېر لوړ دئ.

د آلمان پارلمان له خوا د جنسي جرمنو د نوي قانون مصوبه بايد د دغه هيواد فدرالي شورا هم تائيد کي. دغه شورا د روان کال د سپتمبر مياشتي پر ۲۳مه نېټه دغه مصوبه بررسي کوي.