1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د داعش پر شکمنو ملاتړو چاپې

۱۳۹۵ آبان ۲۵, سه‌شنبه

د آلمان په لسو ایالتونو کې د تندلارو اسلامپالو پر ضد چاپې وهل شوي دي. د سه شنبې په سهار وختي د آلمان پولیسو د پراخو تالاشیو په ترڅ کې تر ۲۰۰ زیات کورونه او دفترونه پلټلي دي.

https://p.dw.com/p/2Si8g
Deutschland Razzia gegen Islamisten
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kastl

د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې د آلمان پولیسو په لسو ایالتونو کې د سه شنبې په سهار وختي د تندلارې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش د شکمنو ملاتړو او خواخوږو پر ضد گام اخیستی. زیاته شوې ده چې تر ۲۰۰ زیاتو کورونو او دفترونو کې دغه تالاشۍ تر سره شوي دي.

د نوموړي خبري آژانس په حواله چارواکو د سلفیانو د ځینو انفرادي کسانو چې د «حقیقي دین» نومې ډلې پوري اړه لري، پر ضد هم چاپې وهلي دي. دغه ډله په آلمان کې «ولوله» په عنوان یوازي په آلمانې ژبه ترجمه شوي د قران کریم نسخې په بیلا بیلو ښارونو کې ویشي.

د راپورونو له مخي د سه شنبې په سهار ۶:۳۰ بجو د آلمان په لوېديځو ايالوتو او برلين کې د پولیسو چاپې پیل شوې. په هیسن ایالت کې ۶۵ ځایونه پلټل شوي دي چې له دغې جملې څخه یې یوازې ۱۵ پلټنې په فرانکفورټ کې تر سره شوي دي. همداشان په نورد راین ویستفالن او بایرن ایالت کې ۳۵ چاپې وهل شوي دي.

د آلمان چارواکو په نیدرزاکسن کې تر شلو زیات، په برلین کې کابو شل او په بادن وورتمبېرگ کې ۱۵ کورونه تالاشي کړي دي. پر دې سربیره شلیزویگ هولشتاین، هامبورگ او یو شمیر نورو ځایونو کې هم چاپې وهل شوي دي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د سلفیانو پر دغې ډلې «حقیقي دین» باندې بندیز لگول شوی دی. داسي ويل کیږي چې د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر به د ماسپښین تر مخه د دغو پلټونو د شالید په هکله څرگندونې وکړي.

د آلمان د کورنۍ استخباراتي ادارې تر څار لاندي

د آلمان کورنۍ استخباراتي اداره د سلفیانو د «حقیقي دین» نومې ډلې پر مخکښانو باندې تور لگوي چې وسله واله جگړه او ترهگریز بریدونه ستایي. پر دې سربیره پر دغي ډلي باندي په آلمان کې ته تندلارو ته د ځوانانو د جذبولو له پاره د زمینې برابرولو تور هم پوري کیږي. د امنیتي کړیو د معلوماتو له مخې تر اوسه د دغې ډلې لږ تر لږه ۱۴۰ فعالان او ملاتړي له آلمان څخه سوریې او عراق ته تللي دي، څو له داعش سره یو ځای شي.

زیاته شوې ده چې د سلفیانو پر دغې ډلي باندې د بندیز هدف د اسلامي عقیدې د پراخیدو او یا د قران کریم د ترجمه شوې نسخې ویشل نه دي، بلکې یوازې د هغو کسانو پر وړاندې بندیز دی چې د اسلام له نوم څخه ناوړه استفاده کوي، تندلاري ایدیالوژي تبلیغوي او یا د ترهگرو سازمانونو ملاتړ وکوي.

د آلمان کورنۍ استخباراتي ادارې د روان میلادي کال د اکتوبر میاشتي تر پای پورې په دې هیواد کې د سلیفانو شمیر ۹۲۰۰ تنه ښوولی دی. د بالقوه تندلارو ترهگرو شمیر چې پکښې ښځي او نارينه شامل دي ۱۲۰۰ تنه اټکل شوی دی.

د آلمان د امنیتي کړیو په حواله د تیرې میاشتې تر پای پورې له آلمان څخه ۸۷۰ تنه په سوریې او عراق کې د داعش د جگړو سیمو ته تللي دي. په دغه کسانو کې ۲۰ سلنه ښځي دي.